دپلټنې عالي ادارې قانون دجمهوري ریاست عالي مقام له خوا توشیح او نافذ شو
دپلټنې عالي ادارې قانون چې مخکې دافغانستان اسلامي جمهوریت د کابینې په14/12/1398نیټه د(۱۳) شمیرې مصوبې له مخې د تقنیني فرمان په توګه تصویب شوی وه ، دافغانستان داسلامي جمهوریت ولسمشرد 15/12/1398 نیټې (۴۵) شمیرې فرمان په ذریعه توشیح او نافذ شو.
پدې قانون کې ، دبررسۍ عالي ادارې نوم دپلټنې عالي ادارې په نوم بدلون کړی . دا قانون له ډیرو ښېګنو څخه برخمن ده چې د ادارې بودجوي ، وظیفوي او مسلکي واکونه هم د دندې له پلوه او هم دې جوړښت له پلوه پکښې شامل دي، اودپلټنې نړیوال معیارونه اوبنسټیز اصول پکښې په پام کښې نیول شوي دي.
دیادونې وړ ده چې ، پدې قانون کې به اداره ، دمسکي او اداري چارو، برنامې جوړونې او د ادارې دکړنو او د موخو ترلاسه کولو په برخه کې به ښې لاسته راوړنې ولري.