دپلټنې عالي ادارې دمسلکي پراختیا ریاست آنلاین زده کړئیز مرکز فعاله اودلومړي ځل لپاره دمسلکي زده کړو مرکز له ګډونوالو څخه آنلاین آزموینه واخیستل شوه
د۱۴۰۰لمریز کال د غبرګولي د میاشتې په ۲۳نیټه، د پلټنې عالي ادارې د مسلکي پراختیا ریاست د ښوونې د مدیریت سیسټم (LMS) فعاله او د لومړي ځل لپاره د مسلکي پلټنې (CPSA) یوکلنې برنامه کې له ۲۵تنه ګډونوالو څخه په کرښه (آنلاین) آزموینه د پلټنې عالي ادارې په زده کړئیز مرکز کې په بریالیتوب سره واخیستل شوه.
دپلټنې عالي ادارې د وړتیالوړولو آمرمحمد نسیم، په وینا د یاد سیسټم په ګټې اخیستنې سره، د CPSAبرنامې د آزموینې په پروسه کې دقت او روڼتیا را منځته کیږي . د آزموینې سربیره، یاد سیسټم له لارې کولی شي په کرښه( آنلاین) کورسونه اودرسي فعالیتونه لکه : (Assignment, Upload and Download Course Materials, workshop, survey, lesson activity ) اوداسې نور زده کړئیز فعالیتونه ترسره کړي.
یاد سیسټم درې ډوله یوزر لري چې هر یوزر خپل ځانګړي واکونه او مسؤولیتونه لري.
1. ادمین یوزر(Admin User) چې د کورسونو په لاره اچول، دآزموینې اخیستل، د یوزر مدیریت، د راپور ترلاسه کول او په ټوله کې د سایټ عمومي مدیریت په غاړه لري.
2. د ښوونکي یوزر (Teacher User) د آنلاین درسونواودرسي فعالیتونو په لاره اچولواود درسي موادو ورداخلول (اپلود) او د پوښتنوبانک دجوړول اوداسې نورواکونه لري .
3. د زده کوونکي (Student User) یوزر یاد یوزر د زده کړئیزو برنامو د ګډونوالو لپاره دی ،چې کولی شي د ښوونکو له لوري وروسته له غړیتوب (Enroll) کیدلو او یوزر ادمین څخه په کورسونو او آزموینو کې ګډون وکړي.