د کړنو د مشارکتي پلټنې د را پور په اړه د آنلاین بحث ترسره کېدل

samema.sadat
پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۴:۵۳
sao

20. زمری. 1400

د پلټنې عالي ادارې، د افغانستان د روڼتیا د څاربنسټ، د مکروریانونو د ساتنې او څارنې ریاست او د امانتدارۍ شبکې تر منځ د کابل ښار مکروریانونو د مرکز ګرمیو د ګرمولو د خدمتونو په اړه د ترسره شوې پلټنې پر راپور په آنلاین توګه خبرې اترې وشوې.

د یادې غونډې په پیل کې د پلټنې عالي ادارې د کړنو د پلټنې رییس ښاغلي سمیع الله سباوون د مکروریانونو د مرکز ګرمیو د ګرمولو خدمتونو په اړه د مشارکتي پلټنې راپور د موندنو اړوند هر اړخیز پرېزنټشن وړاندې کړ. نوموړې وویل چې د دغه پلټنې په ترڅ کې د پلټنې عالي ادارې لاندې موارد موندلي:

- له سرچینو څخه اغیزناکه ګټه نه ده اخیستل شوې،

- د خدمتونو مدیریت کمزوری دی،

- په ټاکل شوي وخت تدارکاتي پلان ترتیب او طی مراحل شوی نه دی،

- د مکلفیتونو د ترسره کولو په موخه ځانګړی مېکانیزم نشته،

- مسلکي او وړ کارکوونکي نه دي استخدام شوي،

- اغیزناک عملیاتي پلان او په کړنو کې روڼتیا نشته.

د غونډې ګډونوالو د پلټنې عالي ادارې د مشارکتي پلټنې موندنې په دې برخه کې عمده او بنسټیزې وبللې او هیله یې څرګنده کړه چې دا ګډې پلټنې به وکولی شي یادې ستونزې ته د پای ټکی کیږدي او د دې ادارې سپارښتنې به په دې لاره کې اغیزمنې تمامې شي.

د پلټنې عالي ادارې د پلټونکو له خوا د مکروریانو د مرکز ګرمیو پرستونزو ګډه (مشارکتي) پلټنه وکړه چې د مکروریانونو اوسیدونکو او ګټه اخیستونکو خپلې ستونزې له بیلا بیلو بنسټونو او د پلټنې عالي ادارې سره شریکې کړې او په دې برخه کې یې د پلټنو غوښتنه وکړه.

sao

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۲ - ۱۵:۵۷
Background image

د پلټنې عالي ادارې د عدلي تعقیب وړ قضیو د تدقیق کمېټې ناسته ترسره شوه

د پلټنې عالي ادارې د عدلي تعقیب وړ قضیو د تدقیق کمېټې، د ادارې مسلکي مرستیال ښاغلي الحاج مولوي عزت الله حقاني په مشرۍ او د ځانګړې او عملکرد پلټنې عمومي رییس ښاغلي مولوي نورحیدر صدر، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۲ - ۱۵:۵۱
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ دشتې برچي سل بستريز روغتون کې د پلټنې پرانيست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چې پکې د پوهنې، روغتيا او کلتور برخې د پلټنې امر  ښاغلی صبيح الدين صديقي، ښاغلي مفتي عزيز الرحمن صديقي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د شوال په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۲ - ۱۵:۳۶
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ښاروالۍ زرغونتیا ریاست کې د پلټنې پای غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د بهرنیو مرستو د پلټنې رییس ښاغلي مولوي عبدالقدیر حقاني، د رسنیو او عامه اړیکو امر ښاغلي حافظ جنیدالله حاذق، د ښاروالیو د پلټنې امر ښاغلي محمدحلیم شکران. . .

BACK TO NEWS