دپلټنې عالي ادارې له لوري په دولتي ادارو کې پلټنې پېل شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۱/۱۲ - ۴:۵۱

د پلټنې عالي ادارې رئیس ښاغلي مولوي قدرت الله جمال پر مشرۍ، چې د پلټنې عالي ادارې مرستیالانو، رئیسانو او د ادارې پلټونکو او اداري کار کونکو ګډون درلود په دولتي ادارو کې د پلټنو د بیا پیلیدو په اړه نن شنبه د۱۴۴۳ قمری کال د جمادی الثانی په ۱۲ نیټه، دغونډو په عمومي تالار کې غونډه تر سره شوه.

01

غونډه د قرآن عظیم الشان دمبارکو آیاتونو په تلاوت سره پېل او ورپسې د پلټنې عالي ادارې ارشد سلاکار، فضل الله نظامي سره له صبا د جمادی الثانی میاشتي له ۱۳ نیټې څخه په دولتي مراجعو کې د پلټنو د پیلیدو خبر ورکړ. چې د یادو توظیفاتو موخه د ورستي تحول په راتلو سره د منقولو شتمنیو پلټنه ده د غونډې په لړ کې د ادارې مسلکي مرستیال مولوي عزت الله حقاني د پلټنې د ترسره کولو په وخت کې د پلټونکو ددندو او مسئوولیتونو په اړه خبرې وکړې او ورته یې وویل چې خپلې دندې دقرآني هدایتو له مخې تر سره کړئ او همدارنګه د پلټونکو دندې د بیت المال په ساتنه کې ارزښتناکه وبللې.

02

ښاغلي حقاني همدارنګه د دې هیواد د اقتصاد پر مختګ دپلټونکو او د دولت د نورو کارکونکو د هڅو او امانتدارۍ پورې اړوند وګڼلې او څرګنده یې کړه که چیرې تاسو پدې برخه کې له پوره غور څخه کار وانخلئ ملت او دولت ته به یوه شدیده ضربه وارد شي، خلکو ته خدمت کول ستاسو د هریوه ایماني او وجداني دنده ده او د دې ادارې مشرتابه په خپل ټول توان سره له تاسو څخه ملاتړ کوي.

03

دغونډې په لړ کې ښاغلي نجیب الرحمن رحمانی د ادارې مالي او اداري مرستیال له پلټونکو څخه وغوښتل چې تر پلټنو لاندې مراجعو کې خپلې دندې په ریښتنوالۍ او ایماندارۍ سره تر سره کړي.

05

د غونډې په پای کې د پلټنې عالي ادارې عمومي رئیس ښاغلي مولوي قدرت الله جمال، د پلټونکو دنده ډیره مهمه او حیاتي وګڼله او د پلټنې عالي ادارې دسل کلنې مخینې په اړه یې څرګندونې وکړې او وویل که چیرې د دې ادارې کارکونکي په خپله دنده کې غفلت وکړي نو عامه شتمنۍ ته به څو برابره زیان واوړي.

07

ښاغلي جمال د دې ادارې له ټولو پلټونکو او کارکونکو څخه هر اړخیز ملاتړ څرګنده کړه او له پلټونکو څخه یې وغوښتل ترڅو خپلې دندې په اخلاص او صداقت سره تر سره کړي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۱:۳۴
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل طبي علومو پوهنتون او علي اباد تدریسي روغتون کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د پوهنې، روغتیا او کلتور برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي صبیح الدین صدیقي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود،. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۰:۳۹
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ښار د پوهنې ریاست کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د پوهنې، روغتیا او کلتور برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي صبیح الدین صدیقي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود،. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۳ - ۱۵:۳۸
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ښاروالۍ په څوارلسمه ناحیه کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د ښاروالیو د پلټنې رییس ښاغلي مولوي محمد حسن موسی زي، او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د ذوالقعدې په ۳ نېټه د کابل ښاروالۍ د څوارلسمې. . .

BACK TO NEWS