د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ولایت په عامې روغتیا ریاست کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

org_admin
Wed, Sep 27 2023 10:10 AM
zgt

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دې ادارې حقوقي سلاکار ښاغلي مولوي الهام الدین عمر، د پوهنې، روغتیا او کلتور برخې د پلټنې رییس ښاغلي عبدالاحد قیومي، تخنیکي امر ښاغلي وحیدالله وفا  او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د ربیع الاول په ۱۰ نېټه د کابل ولایت د عامې روغتیا رییس ښاغلي ډاکټرعبدالقدوس بریالي او نورو مسوولینو سره ولیدل.
ښاغلي الهام الدین عمر په ادارو کې د فساد په مخنیوي کې د پلټنې په ارزښت خبرې وکړې، زیاته یې کړه: د اسلامي امارت کارکونکي او پلټونکي مکلف دي، تر څو خپلې کړنې په پوره صداقت ترسره کړي، نوموړي د کابل د عامي روغتیا ریاست څخه د پلټنې په بهیر کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د غونډې په دوام ښاغلي عبدالاحد قیومي د هېواد په کچه د پلټنې عالي اداره د پلټنې تر ټولو ستر بنسټ وباله، ویې ویل: ادارو کې د پلټنې ترسره کولو موخه یوازې د عامه ادارو له لوري د عوایدو له سمو راټولولو او د شتمنیو پر ځای لګښت څخه ډاډ تر لاسه کول دي.
په پای کې د کابل ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولینو پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د پلټنې په بهیر کې یې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ څرګند کړ. 

nhju

 

Latest news

Sun, May 14 2023 3:25 PM
Background image

New Auditor General is Appointed

New Auditor General is Appointed

Based on the order (3599), 16/10/1444, of Ameerul Mominin Sheikh Al-Quran Wal-Hadith Hibatullah Akhundzada, Honorable Mawlavi Muhammad Muhsin Hashmi. . .

Sun, Apr 09 2023 8:26 AM
Background image

The Supreme Audit Office (SAO) Organized a special training Workshop for Auditors

In order to carry out the audit based on the interest of the stakeholders and ISSAIs standards, SAO considered it necessary to organize a special training workshop for all auditors in. . .

Thu, Apr 06 2023 12:20 PM
Background image

Audit Team Held Exit Meeting at Administrative Office of the Prime Minister

SAO audit team held its exit meeting at the Administrative Office of the Prime Minister on 04/04/2023, with the participation of Mawlavi Esa Khan Rahib, Director of Da’wah & Guidance,. . .

BACK TO NEWS