د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ولایت په عامې روغتیا ریاست کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دې ادارې حقوقي سلاکار ښاغلي مولوي الهام الدین عمر، د پوهنې، روغتیا او کلتور برخې د پلټنې رییس ښاغلي عبدالاحد قیومي، تخنیکي امر ښاغلي وحیدالله وفا او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د ربیع الاول په ۱۰ نېټه د کابل ولایت د عامې روغتیا رییس ښاغلي ډاکټرعبدالقدوس بریالي او نورو مسوولینو سره ولیدل.
ښاغلي الهام الدین عمر په ادارو کې د فساد په مخنیوي کې د پلټنې په ارزښت خبرې وکړې، زیاته یې کړه: د اسلامي امارت کارکونکي او پلټونکي مکلف دي، تر څو خپلې کړنې په پوره صداقت ترسره کړي، نوموړي د کابل د عامي روغتیا ریاست څخه د پلټنې په بهیر کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د غونډې په دوام ښاغلي عبدالاحد قیومي د هېواد په کچه د پلټنې عالي اداره د پلټنې تر ټولو ستر بنسټ وباله، ویې ویل: ادارو کې د پلټنې ترسره کولو موخه یوازې د عامه ادارو له لوري د عوایدو له سمو راټولولو او د شتمنیو پر ځای لګښت څخه ډاډ تر لاسه کول دي.
په پای کې د کابل ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولینو پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د پلټنې په بهیر کې یې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.