د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ طبيعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چې پکې د حکومتولۍ او قانون حاکمیت برخې د پلټنې امر ښاغلي اسدالله حیدري، د عوایدو د پلټنې رییس ښاغلي اعجازالحق عزیزي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ ه ق کال د رجب المرجب په ۲۶ نېټه، طبيعي پېښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت وزارت له مالي او اداري رییس ښاغلي عبدالرحمن زاهد او نورو مسوولینو سره ولیدل.
ناسته کې د پلټنې عالي ادارې پلاوي، د دې ادارې خپلواکۍ، نړیوالو سازمانو کې په ګډون، موخو، مسوولیتونو، صلاحیتونو او د پلتل کېدونکو ادارو په مکلفیتونو خبرې وکړې، او د یاد وزارت له مسوولینو یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
په پای کې ښاغلي عبدالرحمن زاهد پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د پلټنې بهیر یې د ادارو د کړنو په برخه کې ډېر اړین وباله او د پلټنې په بهیر کې یې د همکارۍ ډاډ څرګند کړ.