د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د تخنيکي او مسلکي زده کړو اداره کې د پلټنې پرانيست غونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د امنيتی، دفاعی او ټولنيزخونديتوب د پلټنې برخي رييس ښاغلي مولوي محمد غازي جرير، د پوهنې، روغتيا او کلتور پلټنې کفيل ښاغلي مولوي صبيح الدين صديقي، د پلټنې ډلې امر او غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵هـ ق کال د شوال په ۲۹ نېټه، د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رييس ښاغلي مولوي غلام حيدر شهامت او ديادې ادارې له نورو مسوولينو سره د پلټنې پرانيست غونډه جوړه کړه.
غونډه د قرآن کريم په مبارکو اياتونو پيل شوه، د پلټنې عالي ادارې پلاوي، د پلټنې عالي ادارې په کړنو او مسووليتونو هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او پلټنه يې په امارتي نظام کې د سترګو په څير ياده کړه، چې د ټولو ادارو څارنه کوي او د ياد رياست له مسوولينو يې دپلټنې په بهير د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د غوندې په پای کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مسوولينو د پلټنې عالي ادارې ورغلي پلاوي، ته ښه راغلاست ووايه او همدارنګه د پلټنې عالي اداره يې د نورو امارتي ادارو لپاره همکاره اداره وګڼله او دپلټنې په بهير کې یې د هر اړخيزې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.