دعامه سکتور په ادارو کې د داخلي پلټونکو لپاره دری ورځینۍ زده کړئیزه برنامه دتصدیق پاڼو په ویشلو سره پای ته ورسیده

sao-af
Thu, Nov 21 2019 6:58 AM
اداره عالی بررسی

هغه درې ورځنۍ برنامه چې دپلټنې عالي ادارې له خوا دکنفرانسونو په تالارکې  دعامه سکتور ادارو داخلي پلټونکو له پاره په لاره اچول شوې وه د ۱۳۹۸کال دغویي دمیاشتې په ۲۹نیټه ددې ادارې دمشرتابه له لوري  دتصدیق پاڼو په ویشلو سره پای ته ورسیده .

پدې برنامه کې دادارو د داخلي پلټنې مقررې دغنامندي په اړه هراړخیز بحثونه اودګروپي کارونو په ترسره کولو دداخلي پلټنې درئیسانو اودپلټنې عالي ادارې دمشرتابه په ګډون ترسره شوه ؛ او پایلې له ټولو سره شریکې شوې.

ددې برنامې په دوهمه اودریمه ورځ دپلټنې دنړیوال چوکاټ الزامي عنصرونو په اړه لکه: دداخلي پلټنې ماموریت ،بنسټیز پرنسیبونه، دداخلي پلټنې تعریف، اخلاقی کود، دپلټنې معیارونه او په ټوله کې پوهه او مهارت اویوه ټولیزلید لوری دمسلکي خدمتګزارۍ په اړه هغوی یوبل ته معلومات وړاندې کړل.

په ټوله کې دې پریکړې ته ورسیدل چې دداخلي پلټنې ادارو ځای ، دوړتیالوړوالی اود دوي اړیکې دپلټنې عالي ادارې سره پدې مقرره کې راونغاړل شي تر څو دداخلي پلټنې ادارې په خپلواکه توګه اوپه کاري مسلکي وړتیا سره وکولی شي، دعامه شتمنۍ دساتونکي په توګه ،خپل ماموریت په روڼتیا اومالي اصلاحاتو ترسره کړي.

پدې برنامه کې ګډون والو دپلټنې عالي ادارې څخه مننه وکړه چې دداخلي پلټنې دوړتیا دلوړوالي په برخه کې هڅې تر سره کړي .اودټولو اکثریت غوښتنې دا وې چې په راتلونکې کې هم دپلټنې عالي اداره دغه شې برنامې؛ په ځانګړې توګه دمالي پلټنې، دقوانینواومقررات درعایت پلتنې اودکړنودپلټنې په اړه په لاره واچول شي.

دا پداسې حال کې ده چې دپلټنې عالي اداره پرله پسې توګه هڅې کوي تر څو خپله مسلکي  او اخلاقي ژمنتیا  دحساب اخیستونکي ځواک دوړتیا اودمالي اصلاحاتو راوستلو کې تر سره کړي.

Latest news

Sun, May 14 2023 3:25 PM
Background image

New Auditor General is Appointed

New Auditor General is Appointed

Based on the order (3599), 16/10/1444, of Ameerul Mominin Sheikh Al-Quran Wal-Hadith Hibatullah Akhundzada, Honorable Mawlavi Muhammad Muhsin Hashmi. . .

Sun, Apr 09 2023 8:26 AM
Background image

The Supreme Audit Office (SAO) Organized a special training Workshop for Auditors

In order to carry out the audit based on the interest of the stakeholders and ISSAIs standards, SAO considered it necessary to organize a special training workshop for all auditors in. . .

Thu, Apr 06 2023 12:20 PM
Background image

Audit Team Held Exit Meeting at Administrative Office of the Prime Minister

SAO audit team held its exit meeting at the Administrative Office of the Prime Minister on 04/04/2023, with the participation of Mawlavi Esa Khan Rahib, Director of Da’wah & Guidance,. . .

BACK TO NEWS