دپلټنې په عالي اداره کې دهیواد اساسي قانون شپاړلسمې کلیزې لمانځنه

sao-af
Thu, Jan 02 2020 11:02 AM
SAO

د ۱۳۹۸کال دمرغومې په ۱۲دپلټنې عالي ادارې مالي او اداري مرستیال ښاغلی مجیب الرحمن شیرزاد، د اساسي قانون پر تطبیق دڅارنې خپلواک کمیسون  متخصص، د ادارې کارکونکو پر ګډون ددې ادارې دکنفرانسونو پر تالار کې دهیواد اساسي قانون دتصویب شپاړلسمې کلیزې څخه لمانځنه ترسره شوه.
مجیب الرحمن شیرزاد په پیل کې وویل: د اساسي قانون څخه  د لمانځنې موخه داده چې تر څو  دزړه اوځانه پرې باور ولرو اوعمل پرې وکړو. پوښتنه دلته ده چې ډیری زموږ په ټولنه کې داساسي قانون څخه دیوې ملي وثیقې په توګه پوهاوی نلري  تر څویې تطبیق کړي. زما پیغام ټولو ته داده چې  ترڅو دهیواد اساسي قانون چې دې نورو قوانینو پر نسبت  د مور قانون حیثیت لري؛ ولولي او ځان ترې خبر کړي.

مالي او اداري مرستیال وویل: دهیواد اساسي قانون  زموږ د ارزښتونو پر بنسټ یو له مدرنه قوانینو څخه ده ؛ خو په سمه توګه تطبیق او ترې خبرتیا یې اساسي شرط ده. موږ باید قانون  پلې کړو او دنه تطبیق پروړاندې غږ اوچت کړو، مالي او اداري مرستیال په پای کې  له هغو څخه مننه وکړه چې داساسي قانون څخه دلمانځنې په کمپاین کې هر کال هڅې تر سره کوي.

پدې لړ کې ښاغلي لطف‌الله رحیمی داساسي قانون پر تطبیق دڅارنې خپلواک کمیسون  متخصص وویل: اساسي قانون د ټولنیز ژوندانه اساس اوبنسټ جوړوي په یوه هیواد کې داساسي قانون شتون یوه اړتیا اوعملي پلې کول یې بله اړتیا ده او نورووګړو ته یې په اړه دلارښوونې مسولیت احساس کړو. ترڅو دیوې هوسا اوباثباته ټولنې څخه برخمن شو.

محمد ظریف علم ستانکزی دمرکزي بودجوي ادارو رئیس ددې غونډې یو بل وینا وال وویل: دهیواد داساسي قانون پیدایښت، او درامینځته کیدلو فکر دلومړي ځل لپار دامیر شیر علي خان په وخت کې  دسید جمالدین افغان له خوا مینځته راغلی  او دشاه امان الله په وخت کې د نظام‌نامه علیه په قالب کې تدوین او نافذ شو. نوموړي وویل:په اساسي قانون کې ډیری دوګړو  حقوق په پام کې نیول شوی، موږ کولی شو دنیا ته اعلان وکړو چې هم عقیده لرو او هم لوړ ارزښتونه  چې اوسنی اساسي قانون پر همدې بنسټ مینځته راغلی . او ځینې غیر اسلامي هیوادونه داسلامي حقوقي قواعدو څخه همدا اوس هم  ګټه اخلي.

دا په داسې حال کې ده چې  دپلټنې عالي اداره دهیواد اساسي قانون ته د احترام په خاطر دا ورځ هر کال لمانځي او د هغو سره خپله ژمنتیا تازه کوي.

Latest news

Sun, May 14 2023 3:25 PM
Background image

New Auditor General is Appointed

New Auditor General is Appointed

Based on the order (3599), 16/10/1444, of Ameerul Mominin Sheikh Al-Quran Wal-Hadith Hibatullah Akhundzada, Honorable Mawlavi Muhammad Muhsin Hashmi. . .

Sun, Apr 09 2023 8:26 AM
Background image

The Supreme Audit Office (SAO) Organized a special training Workshop for Auditors

In order to carry out the audit based on the interest of the stakeholders and ISSAIs standards, SAO considered it necessary to organize a special training workshop for all auditors in. . .

Thu, Apr 06 2023 12:20 PM
Background image

Audit Team Held Exit Meeting at Administrative Office of the Prime Minister

SAO audit team held its exit meeting at the Administrative Office of the Prime Minister on 04/04/2023, with the participation of Mawlavi Esa Khan Rahib, Director of Da’wah & Guidance,. . .

BACK TO NEWS