د پلټنې په عالي اداره کې د مارچ اتمه د ښځو د یووالي نړیواله ورځ ولمانځل شوه
کومه غونډه چې د ۱۳۹۸ کال د کب دمیاشتې په ۲۵ نیټه د یکشنبې په ورځ دمارچ اتمه د نړۍ د ښځو دیوالي ورځ په درناوی ، دپلټنې عالي ادارې په عمومي تالارکې په لاره اچول شوې وه، دپلټنې عالي ادارې مالي او اداري مرستیال ښاغلي مجیب الرحمن شیرزاد، ریسانو، آمرینو او په ټوله کې د ادارې ښځینه منسوبینو ګډون کړی وه. دپلټنې عالي ادارې مالي او اداري مرستیال ښاغلي مجیب الرحمن شیرزاد په پیل کې دښځو دیوالي او ځواکمنۍ نړیوالې ورځې له امله دافغانستان اودنړۍ ټولو ښځو ته مبارکي وویله او زیاته یې کړه :
دپالیسۍ سره سم په ادارو کې دښځو دګډون د زیاتوالي په موخه ؛ دپلټنې عالي اداره ژمنه ده تر څو تر بل کاله پورې ۳۰ سلنه ددې ادارې بستونه دښځو لپاره ځانګړې کړي.هغه همدارنګه دښځو لپاره دځانګړي سی وی باکس دجوړولو په اړه هم یادونه وکړه چې کولی شي له ښځو سره ددې ادارې دبستونو په ګمارنه کې له دوی سره مرسته وکړي ؛ همدارنګه د ادارې له کارکونکو څخه یې وغوښتل تر څو دشرایط وړ ښځې ددې ادارې دبستو اخیستلو ته وهڅوي.
ښاغلي شیرزاد همدارنګه دپلټنې عالي اداره یې دښځو لپاره د کاري چاپیریال خوندي ځای په ګوته کړ او ټنګارې وکړ چې، د ادارې په نوې ودانۍ کې چې ژربه ورغول شي، دښځو دستونزو دلرې کولو لپاره پدې ودانۍ کې دماشومانو لپاره وړکتون او ښځینه مسجد هم په پام کې نیول شوی ده.
ورپسې نجلا حکیمی دپلټنې عالي ادارې د جندر واحد مسئولې ، ددې ورځې دتاریخچې ، ارزښت اودښځو دځای په اړه یې هر اړخیز معلومات ګډون والوته وړاندې کړل.