د پلټنې عالي ادارې مشرتابه پلاوي او د ولسي جرګې مالي او بودجې کمیسیون رئیس او غړو تر مینځ غونډه تر سره شوه

sao-af
Tue, Sep 22 2020 5:09 AM
sao

د پلټنې عالي ادارې عمومي رئیس؛ د یکشنبي په ورځ د ۱۳۹۹ لمریز کال د وږې میاشتې په دیرشمه نیټه، د ۱۳۹۸ مالي کال د قطعیه حساب د راپور او ددې ادارې د نورو راپورونو په اړه چې د مالي او د تقنیني اسنادو د رعایت پلټنو مرستیال، د راپورونو د شننې رئیس، د قطعیه حساب د پلټنې او پارلمان سره د اړیکو رئیس، هم حضور درلود د مالي او بودجې د کمیسیون د غونډو په تالار کې ګډون وکړ.

د غونډې په پیل کې ښاغلي الحاج میر افغان صافي ؛ دولسي جرګې د مالي او بودجې کمیسیون رئیس، د پلټنې عالي ادارې مشرتابه ته یې هرکلی ووایه او ورپسې  ښاغلي محمد نعیم حقمل ؛ د پلټنې عالي ادارې عمومي رئیس د دولت قطعیه حساب په اړه په لنډه توګه معلومات وړاندې کړل او ویې وویل:  ددې ناستې موخه د ۱۳۹۸مالي کال د قطعیه حساب او د پلټنې عالي ادارې د نورو راپورونو په اړه لنډې څرګندونې چې پکښې د قوانینو او مقرراتو درعایت پلټنې، دکړنو پلټنې، مالي پلټنې او د معلوماتي ټکنالوژۍ د پلټنې راپورونه شامل دي، هغه پلټنې چې دپلټنې عالي اداره یې ترسره کوي د پیژندلو په موخه یې بیلا بیلې برنامې او د راپورونو د وړاندې کولو په اړه یې د پرزینتیشن وړاندې کول اود مالي او بودجې کمیسیون سره د اړیکو د میکانیزم طرحې په اړه د محترمو وکیلا نو نظر اخیستل دي.

sao

د غونډې په لړ کې د پلټنې عالي ادارې رئیس او د مالي او د تقنیني اسنادو د رعایت پلټنو مرستیال د ۱۳۹۸مالي کال د قطعیې حساب په اړه د پلټنې عالي ادارې رئیس د نظر څرګندونو او په راپور کې د یادو موندنو په اړه لنډې څرګندونې وکړې، د محترمو وکیلانو پوښتنو په اړه  قناعت بښونکي ځوابونه ورکړل شول او دې پریکړې ته ورسیدل ترڅو د ۱۳۹۸مالي کال قطعیه حساب او نورو راپورونو په اړه دلا ډیرو معلوماتو په موخه پریزنتیشن وړاندې شي  .

ښاغلي حقمل څرګنده کړه چې پدې اړه د پلټنې عالي ادارې له مخکې څخه لازم تدابیر په پام کې نیولي تر څو فعالیتونه اغیزمن اووسي، له محترمو وکیلانو څخه د پلټنې عالي ادارې غوښتنې دادي تر څو د قطعیه حساب راپوراودپلټنې نور راپورونه په جدي  توګه تر بحث او تعقیبولو لاندې ونیسي.

sao

همدارنګه فضل هادی فضل؛ دمالي او د تقنیني اسنادو درعایت پلټنو مرستیال څرګنده کړه، سره له دې چې سږکال له پرله پسې محدودیتونو سره مخ و ؛ موږ وکولی شول چې، د قطعیه حساب راپور د مخکینیو کلونو په پرتله په معیاري توګه ترتیب او وړاندې کړو.

د غونډې په لړ کې، د ولسي جرګې د مالي او بودجې کمیسیون محترم رئیس د پلټنې عالي ادارې د راپورونو له چمتو کولو څخه خوښي څرګنده کړه اووویل : دا راپورونه دموږ لپاره ډیر اړین او حیاتي دي موږبه ددې راپورونو له مخې ټولې ادارې تر پوښتنو لاندې ونیسو. د پلټنې عالي ادارې  دراپورونو په اړه زده کړېیزې برنامې د کمیسیون دسکرتریت او غړو لپاره به  ډیرې ګټورې تمامې شي. دولسي جرګې دمالي او بودجې کمیسون سره د اړیکو د میکانیزم ترتیب به د چارو پرمخ وړلو کې مرسته وکړي.

sao

دغونډې په پای کې، د پلټنې عالي ادارې عمومي رئیس  یاد کمیسیون سره ژمنه وکړه چې تر څو په نژدې راتلونکې کې د راپورونو او پکښې د یادو موندنو  په اړه د لاډیر وضاعت په موخه بیلابیل پرزینتیشنونه به کمیسیون لپاره چمتو او وړاندې کړي . له ولسي جرګې / دمالي اوبودجې کمیسیون سره داړیکو دمیکانیزم طرحه  به ډیر ژر ترتیب او دمحترمو وکیلانو دنظر اخیستلو په موخه به راولیږل شي.

Latest news

Sun, May 14 2023 3:25 PM
Background image

New Auditor General is Appointed

New Auditor General is Appointed

Based on the order (3599), 16/10/1444, of Ameerul Mominin Sheikh Al-Quran Wal-Hadith Hibatullah Akhundzada, Honorable Mawlavi Muhammad Muhsin Hashmi. . .

Sun, Apr 09 2023 8:26 AM
Background image

The Supreme Audit Office (SAO) Organized a special training Workshop for Auditors

In order to carry out the audit based on the interest of the stakeholders and ISSAIs standards, SAO considered it necessary to organize a special training workshop for all auditors in. . .

Thu, Apr 06 2023 12:20 PM
Background image

Audit Team Held Exit Meeting at Administrative Office of the Prime Minister

SAO audit team held its exit meeting at the Administrative Office of the Prime Minister on 04/04/2023, with the participation of Mawlavi Esa Khan Rahib, Director of Da’wah & Guidance,. . .

BACK TO NEWS