دپلټنې په عالي اداره کې دکړنو دګډو(مشارکتي) پلټنو دپیژندنې او زده کړې په اړه غونډه جوړه شوه

sao-af
Wed, Dec 30 2020 6:03 AM
sao

دکړنو مشارکتي پلټنو په پروسه کې د مدني ټولنو استازو دګډون اود دې پلټنې دپیژندنې په اړه چې په ۱۴۰۰لمریز مالي کال کې ګډون کړی وه لومړنۍ غونډه نن چهارشنبې د۱۳۹۹لمریز کال دمرغومې په لسمه نیټه جوړه شوه.

sao

غونډه دقرآن عظیم آلشان په مبارکو آیاتونو پیل، ورپسې سمیع الله سباوون، دپلټنې عالي ادارې دکړنو پلټنې رئیس دغونډې ګډونوالو ته هرکلی ووایه او دکړنو په مشارکتي پلټنو کې دپلټنې عالي ادارې اودمدني ټولنود استازو د ونډې په اړه یې دغونډې غړوته هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

همدارنګه ښاغلي سباوون دهغو موضوعګانو په اړه چې د ۱۴۰۰لمریز مالي کال په پلان کې نیول شوي دي او داچې څرنګه او دکومو معیارونو له مخې ټاکل شوي دي ، بشپړمعلومات ورکړل.

sao

ورپسې دمدني ټولنو دمعرفي شويو استازو د وړتیا لوړولو او دلاپوهاوي په موخه دپلټنې عالي ادارې، دمشارکتي پلټنواودکړنو پلټنې ( تفتیش عملکرد) دپیژندنې په اړه د اړونده برخو مسئوولینو له لوري پریزینتیشنونه وړاندې شول.

په پای کې د مدني ټولنو استازودپلټنې عالي ادارې څخه مننه وکړه او په ځینو مواردو کې دپلټنې عالي ادارې څخه دمعلوماتو غوښتوونکي شول چې د اړونده برخو مسئوولینو له لوري بشيړه معلومات ورکړل شول اود دوي قناعت یې تر لاسه کړ.

Latest news

Sun, May 14 2023 3:25 PM
Background image

New Auditor General is Appointed

New Auditor General is Appointed

Based on the order (3599), 16/10/1444, of Ameerul Mominin Sheikh Al-Quran Wal-Hadith Hibatullah Akhundzada, Honorable Mawlavi Muhammad Muhsin Hashmi. . .

Sun, Apr 09 2023 8:26 AM
Background image

The Supreme Audit Office (SAO) Organized a special training Workshop for Auditors

In order to carry out the audit based on the interest of the stakeholders and ISSAIs standards, SAO considered it necessary to organize a special training workshop for all auditors in. . .

Thu, Apr 06 2023 12:20 PM
Background image

Audit Team Held Exit Meeting at Administrative Office of the Prime Minister

SAO audit team held its exit meeting at the Administrative Office of the Prime Minister on 04/04/2023, with the participation of Mawlavi Esa Khan Rahib, Director of Da’wah & Guidance,. . .

BACK TO NEWS