د پلټنې په عالي اداره کې د مالي او اداري مرستیال د مخه ښې په مناسبت غونډه جوړه شوه

sao-af
Sun, Dec 20 2020 8:18 AM
sao

هغه غونډه چې نن یګشنبه د۱۳۹۹لمریز کال دلندۍ په ۳۰ نیټه د پلټنې عالي ادارې په تالار کې د مالي او اداري مرستیال ښاغلي مجیب الرحمن شیرزاد د مخه ښې په مناسبت جوړه شوې وه د پلټنې عالي ادارې عمومي رئیس ښاغلي محمد نعیم حقمل، د مالي او تقنیني سندونو د رعایت پلټنو مرستیال ښاغلي فضل هادي فضل، د ادارې چارواکو او کارکوونکو ګډون کړی وه.

په پیل کې غونډه د قرآن عظیم ألشان په تلاوت پیل شوه، او ورپسې ښاغلي محمد نعیم حقمل په خپلو خبرو کې لومړی ښاغلي شیرزاد ته په مالیې وزرات کې دعوایدو او ګمرکونو د معین په توګه دنوې دندې مبارکې وویله او څرګنده یې کړه: ښاغلی شیرزاد زموږ یو ډېر ښه دوست او ملګری دی چې څه باندې درې کاله یې په دې اداره کې ډیرې لاسته راوړنې لرلي او د ادارې دپراختیا او پیاوړتیا په برخه کې رغنده ونډه تر سره کړې ده، او کړنې دستایلو وړ دي.

ښاغلي حقمل د دندې په ترسره کولو کې د شیرزاد له سلوک، صداقت او رښتینولۍ څخه مننه او د ښه ‌ژوند او بریا هيله يې ورته وکړه، دغه راز د مالي او تقنیني سندونو د رعایت پلټنو مرستیال ښاغلي فضل هادي فضل، ښاغلی شیرزاد یو خدمتګار او مهربانه شخص یاد کړ د ده له غوره کړنو، همکارانو او کارکونکو سره یې د ښو اړیکو ستاینه وکړه اود ښاغلي شیرزاد هغه کړنې چې په تېرو څو کلونو کې په دې اداره کې د معاونیت په دروان کې ترسره کړي وستایلې.

sao

وروسته ښاغلي مجیب الرحمن شیرزاد هم د ادارې له رهبرۍ او کارکوونکو څخه مننه و کړه، وې ویل: د خوښۍ ځای دی، چي د ادارې رهبري او کارکوونکي يې له کړنو څخه راضي دي، په هر ځای کې چې اوسم هڅه به مې دا وي، چې په رښتني توګه خپل هیواد، خلکو او ولس ته صادقانه خدمت وکړم. sao

Latest news

Sun, May 14 2023 3:25 PM
Background image

New Auditor General is Appointed

New Auditor General is Appointed

Based on the order (3599), 16/10/1444, of Ameerul Mominin Sheikh Al-Quran Wal-Hadith Hibatullah Akhundzada, Honorable Mawlavi Muhammad Muhsin Hashmi. . .

Sun, Apr 09 2023 8:26 AM
Background image

The Supreme Audit Office (SAO) Organized a special training Workshop for Auditors

In order to carry out the audit based on the interest of the stakeholders and ISSAIs standards, SAO considered it necessary to organize a special training workshop for all auditors in. . .

Thu, Apr 06 2023 12:20 PM
Background image

Audit Team Held Exit Meeting at Administrative Office of the Prime Minister

SAO audit team held its exit meeting at the Administrative Office of the Prime Minister on 04/04/2023, with the participation of Mawlavi Esa Khan Rahib, Director of Da’wah & Guidance,. . .

BACK TO NEWS