دپلټنې عالي ادارې دقوانینو او مقررو په پام کې نیولو (رعایت ) پلټنې عمومي رئیس معرفی شو
ښاغلی محمد نعیم حقمل؛ دپلټنې عالي ادارې عمومي رئیس نن شنبه د۱۳۹۹لمریز کال دلیندۍ په ۱۵ نیټه دیویې غونډې په تر څ کې ، چې د ادارې مشرتابه پلاوي هم ګډون درلود ، محترم هارون یاری چې د افغانستان د اسلامي جمهوري ریاست دعالي مقام د 10/09/1399 نیټې 2363 شمیرې حکم پر بنسټ ، د دې ادارې د قوانینو او مقررو په پام کې نیولو (رعایت ) پلټنې دعمومي رئیس په توګه ګمارل شوی دی ، د ادارې همکارانوته یې وروپیژنده.
د پلټنې عالي ادارې عمومي رئیس، ښاغلي یاري ته مبارکي وویله ، او هغه ته یی وطن ته دخدمت کولو او په رښتنې توګه ددندې د تر سره کولو په لاره کې د لا بریاوو هیله وکړه.
همدارنګه ښاغلی فضل هادی فضل، د مالي او تقنیني سندونو درعایت پلټنو مرستیال د پلټنې عالي ادارې د قوانینو او مقررو په پام کې نیولو (رعایت ) پلټنې عمومي رئیس دمعرفي په برنامه کې ښاغلي یاري ته دمبارکۍ ویلو تر څنګ وویل: دپلټنې عالي ادارې په جوړښت کې دښاغلي یاري سمت یو کلیدي بست ده هیله مند یو چې په ورسپارل شوې دنده کې ، دلیدو وړ او ارزښتناکه خدمتونه چې دا اداره تمه لري، سرته ورسوي.
ورپسې ښاغلی مجیب الرحمن شیرزاد؛ دپلټنې عالي ادارې مالي او اداري مرستیال هم نوي ګمارل شوی رئیس ته د دندې مبارکي وویله او له ده څخه یې وغوښتل تر څو خپلې تجربې دادارې دموخو دتحقق په لاره کې پلې کړي او هر اړخیزې هڅې تر سره کړي
په ادامه کې ښاغلي یاري د ادارې له اعتماد څخه مننه وکړه ؛ او ژمنه څرګنده کړه چې د ادارې دموخو دتحقق په لاره کې به پرله پسې هڅې وکړي ، او د ادارې له مشرتابه څخه پدې لاره کې د همکارۍ او ملاتړ غوښتونکی شو.
دیادونې وړ ده چې ښاغلی یاری داداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون (دتغییر پروژې) دآزادې سیالۍ له لارې په دې دنده ګمارل شوي دي