د پلټنې او ښاریانو ونډه په روڼتیا او حساب ورکونه کې

sao-af
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۶/۴ - ۸:۳۵
SAO

د پلټنې عالي اداره په عامه ادارو کې د لا ډیر روڼوالي، حساب ورکونې او د اصلاحاتو راوستلو د ټنګښت په موخه، د مدني ټولنو بنسټونو، رسنیو او د ښاریانو د شکایتونو، وړاندیزونه او نظرونه د ثبت زمینه برابره کړې ده.
سره له دې چې ولس او ښاریان په مستقیمه توګه اطلاعاتو او ارقامو ته لاسرسی نلري، خو د پلټنې عالي ادارې د ښاریانو لپاره دغه اسانتیاوې مینځ ته راوړي، تر څو دخپلو ارزښتناکه، اغیزمنو وړاندیزونو او څرګندونو وړاندې کولو له لارې؛ دعامه ادارو په پلټنه کې خپله مهمه او بنسټیزه ونډه ترسره کړي. دا اداره دمدني ټولنو او رسنیو په ګډون دښاریانو وړاندیزونه او نظرونه دمشارکتي ګډې پلټنې له لارې پلټي او رپوټ یې د ټولنیزو رسنیو له لارې د ښاریانو د پوهاوي په موخه خپروي.
له دې کبله، ښاریان کولی شي، په ویب پاڼه کې د شکایتونو د ثبت او د شکایتونو د صندوق له لارې چې د پلټنې په عالي اداره کې نصف شوی؛ خپل وړاندیزونه، شکایاتونه او نظرونه په آنلاین او په لیکنې توګه ثبت کړي، تر څو د یو مسوول ښاري په توګه مو په عامه ادارو کې د روڼتیا راوستلو او رڼې حساب ورکونې ونډه تر سره کړې وي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۸ - ۴:۳۱
Background image

د پلټنې عالي ادارې له لوري د پوهنې په وزارت کې د پلټنې د پیلیدلو غونډه تر سره شوه

د پلټنې عالي ادارو د نړیوالو معیارونو (ISSAIS) له مخې، د ۱۴۰۰لمریز کال د غبرګولي د میاشتې په یوولسم نیټه، د پوهنې په وزارت کې د پیژندګلوي او د قوانینو او مقررو په پام کې نیولو د پلټنې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۶ - ۷:۳۶
Background image

دپلټنې عالي ادارې او د(ACCA) نړیوال بنسټ ترمنځ دهمکاریو تفاهم لیک

دخوښۍ ځای دی چې د پلټنې عالي ادارې د(ACCA) له نړیوال بنسټ سره د۱۴۰۰لمریز کال د غویي د میاشتې په14نیټه، د ښاغلی سید بلال هاشمي، د کړنو او معلوماتي ټکنالوجۍ د پلټنې په چارو کې مرستیال او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۵ - ۳:۳۵
Background image

د پلټنې عالي ادارې له لوري د لوړو زده کړو په وزارت کې د پلټنې د پای ته رسیدلو غونډه تر سره شوه

دپلټنې عالي ادارو د نړیوالو معیارونو (ISSAIS) له مخې، د ۱۴۰۰لمریز کال د وري د میاشتې په دریمه نیټه، د لوړو زده کړو په وزارت کې د پلټنې ګمارل شوي پلاوي له لورِ دپلټنې دپروسې دپای ته. . .

BACK TO NEWS