د پلټنې عالي اداره کې د نقلیه وسایطو د ساتنې او پالنې په اړه ښوونیز سمینار جوړ شو
![للللل](/sites/default/files/2023-07/2f1f9d47-c83a-4572-9daa-d2ab5e46d648_1.jpeg)
نن سې شنبه د ۱۴۴۴ هـ ق کال د ذوالحجې په ۱۵ د پلټنې عالي ادارې موټرچلونکو ته د نقلیه وسایطو د ساتنې او پالنې په اړه ښوونیز سمینار جوړ شو، چې پکې ددې ادارې مالي او اداري رییس ښاغلي مولوي اسدالله حیدري، د خوندیتوب آمر ښاغلي انجینیر محمدسلیمان محمودي او د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د خوندیتوب ساتلو کارپوه ښاغلي حنیف الله ناصري ګډون درلود.
یاد سمینار د اسلامي امارت د ریاست الوزرا د ۳۲ شمېرې مصوبې پر بنسټ د ټولو امارتي ادارو لپاره د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت له لوري جوړیږي، چې پکې د نقلیه وسایطو اړوند د چلونکو مکلفیتونه، د وسایطو بېروني حالت ارزول، د وسایطو د لویو برخو د کنټرول په ځانګړي ډول د سونګ موادو او ژر له منځه تللو څخه د مخنیوي په اړه موټر چلونکو ته معلومات وړاندې کیږي
![dffdg](/sites/default/files/inline-images/5793289d-5ff2-48e5-ae65-1a77615a27d6_1.jpeg)