د پلټنې عالي ادارې برښنایي معلوماتي سیستمونه پرانستل شول

samema.sadat
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۲ - ۴:۲۹
sao

۱۲. زمری. ۱۴۰۰
د افغانستان د ډیجیټل سازۍ د اونۍ په لړ کې د پلټنې عالي ادارې برښنایي سیستمونه چې د دې ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست له خوا طرحه او ډیزاین شوي وو، پرانستل شول.
د یادو سیستمونو په پرانستغونډه کې چې د پلټنې عالي ادارې مرستیالانو، رییسانو او  کارکوونکو ګډون درلود، د کړنو او معلوماتي ټکنالوژۍ په چارو کې د پلټنې مرستیال ښاغلي سید بلال هاشمي د چټکتیا، روڼتیا او حساب ورکونې په برخه کې د معلوماتي ټکنالوژۍ د سیستمونو پرانستل مهم ګام یاد کړ او د پلټنې عالي ادارې د ټولو برخو په برښنایي او ډیجیټل کولو یې ټینګار وکړ. په دې مراسمو کې همداراز د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي نجیب الرحمان رحماني په اوسني وخت کې د برښنایي معلوماتي سیستمونو ارزښت او رول ته په اشارې، د ادارې په دننه کې په ډېر لږ لګښت سره  د ۱۳ معلوماتي سیستمونو رامنځته کول لویه لاسته راوړنه یاده کړه. هغه زیاته کړه چې له دې سیستمونو څخه په اغیزناکې ګټې اخیستنې سره به د پلټنې عالي ادارې کاري بهیرونه چټک او لازمې آسانتیاوې به رامنځته شي.
sao
په پای کې د معلوماتي ټکنالوژۍ رییس ښاغلي شېرزاد زاهد د یادو سیستمونو په اړه د هر اړخیزو معلوماتو د وړاندې کولو ترڅنګ د پلټنې عالي ادارې له کارکوونکو وغوښتل چې یاد سیستمونه وکاروي. نوموړي همداراز زیاته کړه چې په راتلونکي کې به د ادارې نورو برخو ته هم ورته سیستمونه طرحه او چمتو کړي.
​​​​​​​sao

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۷ - ۹:۳۰
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د زندانو د چارو د تنظیم اداره کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د امنیتي، دفاعي او ټولنیز خوندیتوب برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي محمدغازي جریر، د رسنیو او عامه اړیکو امر ښاغلي حافظ جنیدالله حاذق او د پلټنې ډلې غړو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۱۴:۵۴
Background image

د پلټنې عالي ادارې له کیفیته د ډاډ کمېټې ناسته ترسره کړه

د پلټنې عالي ادارې له کیفیته د ډاډ کمېټې په ادارو کې د پلټنې بهیر د کیفیت لوړولو په پار ناسته ترسره کړه، چې مشري یې د پلټنې عالي ادارې رییس ښاغلي الحاج مولوي محمد محسن هاشمي کوله او پکې. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۹:۴۶
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د روغتیایي قوانینو له عملي کېدو د څار ریاست کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د امنیتي، دفاعي او ټولنیز خوندیتوب برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي محمد غازي جریر، د پوهنې، روغتیا او کلتور د پلټنې ریاست کفیل ښاغلي مولوي صبیح الدین. . .

BACK TO NEWS