د پلټنې عالي ادارې د حکومتولۍ او قانون ټنګښت د پلټنې نوی رییس ددې ادارې کارکونکو ته وپېژندل شو
د پلټنې عالي ادارې د مقام په وړاندیز او د ریاست الوزرا د هوکړې سره سم؛ د دې ادارې د مقام ستر مسلکي سلاکار ښاغلي فضل الله نظامي، یو شمېر رییسانو او کارکونکو په شتون کې، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د ربیع الاول په ۲۸ نېټه، د پلټنې عالي ادارې د حکومتولۍ او قانون ټینګښت د پلټنې ریاست ته ښاغلی نثاراحمد ثبات وپېژندل شو.
ښاغلي فضل الله نظامي، رییسانو او کارکونکو په ګډه، ښاغلي نثاراحمد ثبات ته په نوي مسوولیت کې د بریالیتوب دعا وکړه، او ښاغلي نثاراحمد ثبات بیا یاد ریاست ستر مسوولیت وباله او په پوره صداقت یې د خپلې دندې پر مخ بیولو ژمنه وکړه