د پلټنې عالي ادارې د نظارت پلاوي؛ بلخ ولایت ته سفر وکړ

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۶ - ۱۴:۳۵
gdfg

د پلټنې عالي ادارې د نظارت پلاوي؛ چې پکې د بهرنیو مرستو د پلټنې رییس ښاغلي مولوي عبدالقدیر حقاني، د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د عوایدو د پلټنې امر ښاغلي نثار احمد ثبات او په دې ولایت کې د پلټنې د دواړو ډلو امرینو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د ربیع الاول په ۲۱ نېټه، د بلخ ولایت والي ښاغلي مولوي محمد یوسف وفا او په دې ولایت کې د تر پلټنې لاندې ادارو مسوولینو سره ولیدل.
غونډه د قرانکریم په مبارکو ایاتونو پیل شوه، ورپسې د پلټنې عالي ادارې پلاوي، په عامه ادارو کې د روڼتیا، حساب ورکونې او د اداري چارو  سمښت لپاره د پلټنې په اړتیا خبرې وکړې او له ولایتي مسوولینو یې پلټونکو سره د لا ډېرې همکارۍ غوښتنه وکړه .
ښاغلي مولوي محمد یوسف وفا پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ؛ پلټنه د اسلامي نظام بنسټ وباله او د پلټنې عالي اداره یې د ټولو امارتي ادارو همکاره وګڼله، نوموړي ولایتي مسوولینو ته له پلټونکو سره د لاډېرې همکارۍ سپارښتنه وکړه. 
د یادولو ده، چې په دې ولایت کې د تر پلټنې لاندې ادارو مسوولینو خپلې پوښتنې له پلاوي وکړې، چې ورته د پلاوي غړو مسلکي ځوابونه وړاندې کړل.  

sdfsffdfgdfs

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۱:۳۴
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل طبي علومو پوهنتون او علي اباد تدریسي روغتون کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د پوهنې، روغتیا او کلتور برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي صبیح الدین صدیقي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود،. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۰:۳۹
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ښار د پوهنې ریاست کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د پوهنې، روغتیا او کلتور برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي صبیح الدین صدیقي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود،. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۳ - ۱۵:۳۸
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ښاروالۍ په څوارلسمه ناحیه کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د ښاروالیو د پلټنې رییس ښاغلي مولوي محمد حسن موسی زي، او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د ذوالقعدې په ۳ نېټه د کابل ښاروالۍ د څوارلسمې. . .

BACK TO NEWS