د پلټنې عالي ادارې له لوري د ارشاد، حج او اوقافو وزارت کې دپلټنې دختمیدو غونډه تر سره شوه
د پلټنې عالي ادارو نړیوالو معیارونو (ISSAIS) ته په کتو سره، نن د ۱۴۰۰لمریز کال د غبرګولي د میاشتې په ۲۲ نیټه، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د۱۳۹۹لمریز مالي کال د پلټنې د پایلې د راپور په اړه، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست او مسلکي معین دوکتور امین الدین مظفری، او دپلټنې عالي ادارې د پوهنې، روغتیا او فرهنګ سکټوردپلټنې ریاست رئیس ښاغلی عبدالاحد قیومي، ترمنځ دپلټنې اختتامیه غونډه تر سره شوه .
په پیل کې ښاغلي قیومي، د پلټنې دپروسې د بشپړیدو څخه دارشاد،حج او اوقافو وزارت کې ددوي له همکاریو څخه مننه وکړه او د مسودې د موندنو په اړه یې خبرې اترې وکړې . ورپسې ښاغلی مظفری په یاد وزارت کې د پلټنې عالي ادارې د پلټونکو دپلټنې ترسره کیدل وستایل او ژمنه یې څرګنده کړه چې دپلټنې عالي ادارې ټولې سپارښتنې به تطبیق او پلې کړي.