د پلټنې عالي ادارې پلاوي، د کابل ښاروالي په اولسمه ناحیه کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۱ - ۱۵:۱۳
54

د پلټنې عالي ادارو نړیوال سازمان (INTOSAI)  له معیارونو سره سم، د پلټنې عالي ادارې پلاوی، چې مشري یې د ښاروالیو د پلټنې رییس ښاغلي حزب الله رښتین کوله، ورسره مل پلاوي د کابل ښاروالۍ د اولسمې ناحیې له مرستیال ښاغلي مولوي عبدالجلیل ساپي او نورو مسوولینو سره د ۱۴۴۴ هـ ق کال د رجب المرجب د میاشتې په ۹ نیټه، یاده ناحیه کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه.
په دې ناسته کې د پلټنې عالي ادارې مسوولینو، د پلټنې په مخینې، ارزښت، بڼو، د پلټونکو په مسوولیتونو او تر پلټنې لاندې ادارې په مکلفیتونوخبرې وکړې، دوی د ادارو د پلټنې اصلي موخه، د عوایدو ډېروالی، د عامه شتمنیو له سم لګښت څخه ډاډ تر لاسه کول، د ادارو په کړنو کې د نیمګړتیاوو او ستونزو حلول او د رغنیزو وړاندیزونو وړاندې کول وبلل او د اولسمې ناحیې له مسوولینو يې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
په پای کې د اولسمې ناحیې مسوولینو د پلټنې په بهیر کې د همکارۍ د ژمنې تر څنګ پلټنه د ښې حکومتولۍ په جوړولو کې یو اصل وباله او د بیت المال ساتلو لپاره یې د پلټنې په ترسراوي ټینګار وکړ.

4rg

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۴:۱۸
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلټونکو او کارکونکو ته د پلټنې د بنسټونو او مهارتونو ښوونیز پروګرام جوړ شو

د پلټنې عالي ادارې پلټونکو او کارکونکو ته د پلټنې د بنسټونو او مهارتونو ښوونیز پروګرام د یوې ناستې په لړ کې، چې پکې د ځانګړې او عملکرد پلټنې عمومي رییس ښاغلي مولوي نورحیدر صدر، د مسلکي. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۴:۱۰
Background image

د عامه سکټور د تصدیق شوي پلټونکي ښوونیز پروګرام ازموینه واخیستل شوه

د پلټنې عالي ادارې د مسلکي وړتیا لوړونې ریاست له لوري د عامه سکټور تصدیق شوي پلټونکي (CPSA) تر عنوان لاندې د جوړ شوي ښوونیز پروګرام، چې د دې ادارې او نورو وزارتونو او امارتي ادارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۹ - ۱۵:۴۴
Background image

د پلټنې عالي ادارې ګمارل شوي پلاوي، اقتصاد وزارت کې دپلټنې پايغونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې ګمارل شوي پلاوي، د مسودې د پايلو  راپور په اړه چې پکې د دعوت او ارشاد رييس ښاغلي مولوي محمد عيسى راهب، د بنسټيزو پروژو، طبيعي سرچينو، اقتصاد او کرنې د پلټنې برخې رييس. . .

BACK TO NEWS