د ښاریانو لپاره د پلټنې راپور

sao-af
شنبه ۱۳۹۹/۷/۲۶ - ۶:۴۵
sao


د پلټنې عالي ادارې، ګټه لرونکو (ذینفعانو) کې ادارې، سازمانونه، بنسټونه، ښاریان او مختلف خلک شامل دي، د پلټنې عالي اداره هڅه کوي ترڅو په مراجعو کې د اغیزمنو پلټنو د تر سره کولو او د راپورونو د شریکولو له لارې له ګټه لرونکو سره اغیزمنې او ګټورې اړیکې ولري.
د پلټنې عالي ادارې، د ګټه لرونکو یوه برخه ښاریان تشکیلوي؛ ښاریانو ته د معلوماتو او اطلاعاتو د لاسرسي لپاره د پلټنې عالي ادارې مشرتابه اغیزمنې او ګټورې کړنې تر سره کړي دي، چې کولی شي په یوه ځانګړي فارمت کې د ښاریانو لپاره د پلټنې را پور ته اشاره وکړو چې د پلټنې په پروسه کې ښاریانو ګډون کړی او دپلټنې راپور یې خپور شوی ده.
د ښاریانو لپاره د پلټنې را پورونه په ساده روانه او عام فهمه ژبه ترتیب شوي دي او د ټولنیزو رسنیو له لارې د ولس دپوهاوي په موخه خپریږي.
په وروستیو کې د دولت د قطعیه حساب د پلټنې او د کړنو پلټنې ( تفتیش عملکرد ) راپورونه د ښاریانو لپاره د پلټنې راپور په ځانګړي فارمت کې د ښاریانو د پوهاوي په موخه، د ادارې دویپ پاڼې له لارې خپور شوی ده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۴:۱۸
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلټونکو او کارکونکو ته د پلټنې د بنسټونو او مهارتونو ښوونیز پروګرام جوړ شو

د پلټنې عالي ادارې پلټونکو او کارکونکو ته د پلټنې د بنسټونو او مهارتونو ښوونیز پروګرام د یوې ناستې په لړ کې، چې پکې د ځانګړې او عملکرد پلټنې عمومي رییس ښاغلي مولوي نورحیدر صدر، د مسلکي. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۴:۱۰
Background image

د عامه سکټور د تصدیق شوي پلټونکي ښوونیز پروګرام ازموینه واخیستل شوه

د پلټنې عالي ادارې د مسلکي وړتیا لوړونې ریاست له لوري د عامه سکټور تصدیق شوي پلټونکي (CPSA) تر عنوان لاندې د جوړ شوي ښوونیز پروګرام، چې د دې ادارې او نورو وزارتونو او امارتي ادارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۹ - ۱۵:۴۴
Background image

د پلټنې عالي ادارې ګمارل شوي پلاوي، اقتصاد وزارت کې دپلټنې پايغونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې ګمارل شوي پلاوي، د مسودې د پايلو  راپور په اړه چې پکې د دعوت او ارشاد رييس ښاغلي مولوي محمد عيسى راهب، د بنسټيزو پروژو، طبيعي سرچينو، اقتصاد او کرنې د پلټنې برخې رييس. . .

BACK TO NEWS