په مشارکتي (ګډو) پلټنو کې د ښاریانو د افکارو او رغنده نظرونو ونډه

sao-af
یکشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۰ - ۶:۴۸
sao
د پلټنې عالي ادارې د روڼتیا، حساب ورکونې او د ولس او ادارو ترمنځ د اعتماد د راوستلو په موخه مشارکتي پلټنې پیل کړي دي. پدې پلټنو کې د پلټنې عالي ادارې پلټونکي او د مدني ټولنو استازي په ګډه توګه په مراجعو کې پلټنې ترسره کوي.
د مشارکتي پلټنو عمده موخه، د ښاریانو د افکارو او نظرونو داخلول د پلټنو په پروسه کې ده ځکه چې د مدني ټولنې استازي د ټولنې له هر ګوډ څخه استازیتوب کوي. د پلټنو په پروسو کې د دوي ګډون دا فرصت رامنځته کوي تر څو خپل افکار او نظرونه د پلټنې په برخه کې د لا پیاوړتیا او روڼتیا په اړه څرګند کړي او له کیفیت او روڼتیا څخه یې ډاډ تر لاسه کړي. چې له یوه پلوه د پلټنو په پروسو د خلکو اعتماد زیاتیږي؛ او له بل پلوه د پلټنو چارو د سمون په برخه کې اغېزمن تمامیږي.
د یادوني وړ ده چې مدني ټولنې، رسنۍ او ښاریان د هغو موضوعاتو او مسایلو په اړه چې د پلټنې ایجاب کوي، کولي شي په آنلاين او لیکنې بڼه دشکایتونو د فورمې دثبتولو او د شکایتونو صندوق له لارې، خپل شکایتونه ولیکي، ترڅو ورته رسېدنه وشي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۴:۱۸
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلټونکو او کارکونکو ته د پلټنې د بنسټونو او مهارتونو ښوونیز پروګرام جوړ شو

د پلټنې عالي ادارې پلټونکو او کارکونکو ته د پلټنې د بنسټونو او مهارتونو ښوونیز پروګرام د یوې ناستې په لړ کې، چې پکې د ځانګړې او عملکرد پلټنې عمومي رییس ښاغلي مولوي نورحیدر صدر، د مسلکي. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۴:۱۰
Background image

د عامه سکټور د تصدیق شوي پلټونکي ښوونیز پروګرام ازموینه واخیستل شوه

د پلټنې عالي ادارې د مسلکي وړتیا لوړونې ریاست له لوري د عامه سکټور تصدیق شوي پلټونکي (CPSA) تر عنوان لاندې د جوړ شوي ښوونیز پروګرام، چې د دې ادارې او نورو وزارتونو او امارتي ادارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۹ - ۱۵:۴۴
Background image

د پلټنې عالي ادارې ګمارل شوي پلاوي، اقتصاد وزارت کې دپلټنې پايغونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې ګمارل شوي پلاوي، د مسودې د پايلو  راپور په اړه چې پکې د دعوت او ارشاد رييس ښاغلي مولوي محمد عيسى راهب، د بنسټيزو پروژو، طبيعي سرچينو، اقتصاد او کرنې د پلټنې برخې رييس. . .

BACK TO NEWS