دفساد پر وړاندې مبارزه کې د پلټنې ونډه

sao-af
شنبه ۱۳۹۹/۴/۷ - ۷:۹
پلټنه

د پلټنې عالي ادارې د ښاریانو د شکایتونو، وړانديزونو او نظرونو د يو ځای کولو په موخه لاندې سرچینې پرانیستي دي.

  •  د شکایتونو صندوق
  •  په ویب پاڼه کې دشکایتونو دثبت فورمې

ښاریان کولی شي، دانټرنټ له لارې په انلاین توګه او همدا رنګه د شکایتونو د صندوق له لارې په لیکلې بڼه د خپلو شکایتونو په ثبتولو سره مهمه او اغیزناکه ونډه تر سره کړي.
ښاريان، مدني بنسټونه او رسنۍ کولي شي په عامه ادارو کې د نیمګړتیاو او د بیلابیلو موضوعګانو دلیدو په صورت کې په ځانګړې توګه که چېرې د کرونا ویروس سره د مبارزې په وړاندې چارو کې فساد شتون ولري کولي شي دپورتنیو یاد شویو سرچینو له لارې خپل شکایتونه ثبت کړئ تر څو د پلټنې عالي اداره چې یو له بنسټیزو دندو څخه یی د فساد پر وړاندې مبارزه ده، هغه وپلټي او د پایلو رپوټ یې دټولنيزو رسنیو له لارې د ښاریانو د پوهاوي په موخه خپور کړي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۴:۱۸
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلټونکو او کارکونکو ته د پلټنې د بنسټونو او مهارتونو ښوونیز پروګرام جوړ شو

د پلټنې عالي ادارې پلټونکو او کارکونکو ته د پلټنې د بنسټونو او مهارتونو ښوونیز پروګرام د یوې ناستې په لړ کې، چې پکې د ځانګړې او عملکرد پلټنې عمومي رییس ښاغلي مولوي نورحیدر صدر، د مسلکي. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۴:۱۰
Background image

د عامه سکټور د تصدیق شوي پلټونکي ښوونیز پروګرام ازموینه واخیستل شوه

د پلټنې عالي ادارې د مسلکي وړتیا لوړونې ریاست له لوري د عامه سکټور تصدیق شوي پلټونکي (CPSA) تر عنوان لاندې د جوړ شوي ښوونیز پروګرام، چې د دې ادارې او نورو وزارتونو او امارتي ادارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۹ - ۱۵:۴۴
Background image

د پلټنې عالي ادارې ګمارل شوي پلاوي، اقتصاد وزارت کې دپلټنې پايغونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې ګمارل شوي پلاوي، د مسودې د پايلو  راپور په اړه چې پکې د دعوت او ارشاد رييس ښاغلي مولوي محمد عيسى راهب، د بنسټيزو پروژو، طبيعي سرچينو، اقتصاد او کرنې د پلټنې برخې رييس. . .

BACK TO NEWS