دملکي خدمتونو ادارو کې د ښځو دګډون د ډیروالی پالیسۍ د پلټنې عالي ادارې کارکوونکو لپاره معرفی شوه

samema.sadat
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۳ - ۱۰:۲۲
sao

آغلې وحیده عزیزي، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونوکمیسیون دملکي خدمتونوپه ادارو کې دښځو دګډون د ډیروالی پالیسۍ څخه دڅارنې آمر، نن دوشنبه د۱۴۰۰لمریز کال دغبرګولي په دریمه نیټه، دیادې پالیسۍ په اړه یې د پلټنې عالي ادارې کارکوونکو ته بشپړ معلومات ورکړل.

دهیواد د ملکي خدمتونو ادارو کې د ښځو د ګډون د ډیروالی پالیسۍ چې پر دریو عمده موضوعګانو باندې په دولت کې د ښځو د مشارکت ډیروالی، د ښځو لپاره دیو خوندي کاري چاپیریال را منځته کول او د نارینه ومعادل د ښځو لپاره دکاري آسانتیاو چمتوالي باندې ټینګار لري، چې دلومړي ځل لپاره دهیواد دلومړۍ میرمنې له خوا مطرح شوې ده او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونوکمیسیون له خوا په وزارتونو اوادارو کې معرفی او پلې کیږي.

یاده پالیسي د۱۳۹۷کال په ورستیو کې ترتیب او په ۱۳۹۸کال کې تطبیق شوه او ټاکل شوې ده چې په ۱۴۰۰لمریز کال کې په 57 وزارتونو او اداروکې معرفي شي.

sao

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۹ - ۱۵:۴۴
Background image

د پلټنې عالي ادارې ګمارل شوي پلاوي، اقتصاد وزارت کې دپلټنې پايغونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې ګمارل شوي پلاوي، د مسودې د پايلو  راپور په اړه چې پکې د دعوت او ارشاد رييس ښاغلي مولوي محمد عيسى راهب، د بنسټيزو پروژو، طبيعي سرچينو، اقتصاد او کرنې د پلټنې برخې رييس. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۰ - ۱۰:۲۹
Background image

پلټنې عالي اداره کې د قرانکریم د ژباړې د ختم پروګرام پای ته ورسید 

د افغانستان اسلامي امارت د عالیقدر امیر المومنین حفظه الله او ریاست الوزرا د پریکړې پر بنسټ او د دعوت ارشاد عمومي ریاست له لارښوونو سره سم او د پلټنې عالي ادارې د دعوت او ارشاد رییس. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۲:۲۳
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلټونکو او کارکونکو ته جوړ شوی درې ورځینی سيمینار پای ته ورسید

د پلټنې عالي ادارې له لورې ددې ادارې پلټونکو او کارکونکو ته د دوی د وړتیا لوړونې په موخه درې ورځینی سیمینار، چې ددې ادارې د رییس ښاغلي الحاج مولوي محمد محسن هاشمي، مرستیالانو، سلاکارانو. . .

BACK TO NEWS