دپلټنې عالي اداره کې دکرونا واکسین تطبیق شو
دکرونا /کوید ۱۹واکیسن دتطبیق په لړ کې او د عامې روغتیا وزارت دهدایت پر بنسټ، چې ټول دولتي کارکوونکي باید دغه واکسین تر لاسه کړي، نن د۱۴۰۰لمریز کال د غویي د میاشتې په ۶نیټه، دعامې روغتیا وزارت کارکوونکو له لوري دپلټنې عالي ادارې کارکوونکو ته دکرونا واکیسن تطبیق شو .
او په لومړۍ مرحله کې ۱۸۵تنه کارکوونکو دکرونا واکیسن لومړی دوز ترلاسه کړ او دا لړۍ به دوام لري ټرڅو ددې ادارې ټول کارکوونکي واکیسن شي.
دیادونې وړده چې دا واکسین کویشیلد covishield نوم لري او دهند دولت له خوا افغانستان سره مرسته شوې ده.