دپلټنې عالي ادارې ستر سلاکار او نوي رئیسان معرفي شول

samema.sadat
شنبه ۱۴۰۰/۴/۱۹ - ۹:۳۸
sao

ښاغلی محمد نعیم حقمل د پلټنې عالي ادارې رئیس، د ادارې مرستیالان او مشرتابه پلاوي نن د شنبې ورځ، د ۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۱۹ نیټه، د یو غونډې په ترڅ کې، ښاغلی فضل الله نظامي په لومړی بست کې د عمومي رئیس ځانګړی سلاکار، ښاغلی مرتضی نوري په لومړی بست کې د کړنو او ځانګړې پلټنېعمومي رئیس، او ښاغلی فضل وهاب ممتاز په دوهم بست کې د امنیتي، دفاعي او ټولنیز خوندیتوب د پلټنې ریاست د رییس په توګه، د پلټنې عالي ادارې کارکوونکو ته وروپیژندل چې د آزادې سیالۍ له لارې د دې بستونو ترلاسه کولو کې بریالی شوي. sao

لومړی، د پلټنې عالي ادارې رئیس او مرستیالانو، ارشد سلاکار او نوي رئیسانو ته د ښه راغلاست او مبارکۍ په ویلو سره، هیله څرګنده کړه چې په دې خالي بستونو کې د داسې ځوان کدرونو په ټاکل کیدو سره، د پلټنې عالي ادارې ټیم به د ستراتیژیکو موخو ترلاسه کولو لپاره په ګډه کار وکړي.sao

د غونډې په دوام کې، د عمومي رئیس ستر سلاکار او ګمارل شوی نوي رئیسانو هر یو پخپل نوبت سره، د ولسمشر او د پلټنې عالي ادارې د عمومي رییس د باور څځه مننه وکړه، او ژمنه یې وکړه چې د پلټنې د ټاکل شویو موخو د ترلاسه کولو لپاره به له هیڅ ډول هڅې څخه ډډه ونه کړي. sao

د یادونې وړ ده چې ښاغلی نظامی د ماسټرۍ سند لري او مخکې له دې د پلټنې عالي ادارې د پالیسۍ او پلان رییس په توګه دنده ترسره کوله. همدارنګه ښاغلي نوري د مدیریت په مطالعاتو کې د PHD سند لري او د مخه یې د ملي تدارکاتو ادارې د پالیسۍ او ړوڼتیا مشاور په توګه دنده ترسره کوله. او ښاغلی ممتاز د ماسټرۍ سند لري او د ماليي وزارت د عامه او امنیتي سکټور د لګښتونو د بیاکتنې مسئول په توګه دنده ترسره کړی ده.sao

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۴:۱۸
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلټونکو او کارکونکو ته د پلټنې د بنسټونو او مهارتونو ښوونیز پروګرام جوړ شو

د پلټنې عالي ادارې پلټونکو او کارکونکو ته د پلټنې د بنسټونو او مهارتونو ښوونیز پروګرام د یوې ناستې په لړ کې، چې پکې د ځانګړې او عملکرد پلټنې عمومي رییس ښاغلي مولوي نورحیدر صدر، د مسلکي. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۴:۱۰
Background image

د عامه سکټور د تصدیق شوي پلټونکي ښوونیز پروګرام ازموینه واخیستل شوه

د پلټنې عالي ادارې د مسلکي وړتیا لوړونې ریاست له لوري د عامه سکټور تصدیق شوي پلټونکي (CPSA) تر عنوان لاندې د جوړ شوي ښوونیز پروګرام، چې د دې ادارې او نورو وزارتونو او امارتي ادارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۹ - ۱۵:۴۴
Background image

د پلټنې عالي ادارې ګمارل شوي پلاوي، اقتصاد وزارت کې دپلټنې پايغونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې ګمارل شوي پلاوي، د مسودې د پايلو  راپور په اړه چې پکې د دعوت او ارشاد رييس ښاغلي مولوي محمد عيسى راهب، د بنسټيزو پروژو، طبيعي سرچينو، اقتصاد او کرنې د پلټنې برخې رييس. . .

BACK TO NEWS