دپلټنې عالي ادارې عمومي رئیس محمد نعیم حقمل د انکوسای په ۲۳ مه نړیواله ناسته کې ګډون وکړ

sao-af
شنبه ۱۳۹۸/۷/۶ - ۱۸:۳۰
INCOSA

دغه غونډه چې د ۲۰۱۹ زیږدیز کال دسپتامبرله ۲۳ څخه تر ۲۸ نیټې پورې دوام لري دنړۍ ۱۹۴غړو هیوادونو او دافغانستان د پلټنې عالي ادارې مشرتابه پلاوي محمد نعیم حقمل دپلټنې عالي ادارې عمومي رئیس د دغې ادارې مالي او اداري مرستیال مجیب الرحمن شیرزاد او د دفتر رېیس محمد نادر احمدي پکښې ګډون کړی.
دغه ناسته د دوشنبې په ورځ د روسې هیواد ولس مشر ولادیمیرپوتین له لوري په رسمي توګه پرانستل شوه او ددغې ناستې د ارزښت په اړه يي ګډون والو ته وینا وکړه.

Mr,Putin at INCOSAI meeting

سږکال روسیه ددغه سازمان کوربه توب په غاړه لري اودروسې هیواد دفدراسیون حسابونو اتاق رئیس الکسی کودرین ددغه سازمان مشرتابه په غاړه لري.
ددغې ناستې موخې دپلټنې ونډه د ملي اوپراختیایي موخو ته دلاسرسي ، دپلټنې عالي ادارو ترمینځ داعتماد څخه د ډاډ را مینځته کول او ددغه سازمان د پراخوالي په اړه خبرې اترې وشي.
دغه کنګره په هرو درېو کلونو کې یوځل ترسره کیږي، چې د انتوسای ۱۷۰ غړي هیوادونو، اقتصاد پوهانو، ددولتي مدیریت کارپوهانو دملګروملتونو او نړیوال بانک استازو پکښې کډون کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۹ - ۱۵:۴۴
Background image

د پلټنې عالي ادارې ګمارل شوي پلاوي، اقتصاد وزارت کې دپلټنې پايغونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې ګمارل شوي پلاوي، د مسودې د پايلو  راپور په اړه چې پکې د دعوت او ارشاد رييس ښاغلي مولوي محمد عيسى راهب، د بنسټيزو پروژو، طبيعي سرچينو، اقتصاد او کرنې د پلټنې برخې رييس. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۰ - ۱۰:۲۹
Background image

پلټنې عالي اداره کې د قرانکریم د ژباړې د ختم پروګرام پای ته ورسید 

د افغانستان اسلامي امارت د عالیقدر امیر المومنین حفظه الله او ریاست الوزرا د پریکړې پر بنسټ او د دعوت ارشاد عمومي ریاست له لارښوونو سره سم او د پلټنې عالي ادارې د دعوت او ارشاد رییس. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۲:۲۳
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلټونکو او کارکونکو ته جوړ شوی درې ورځینی سيمینار پای ته ورسید

د پلټنې عالي ادارې له لورې ددې ادارې پلټونکو او کارکونکو ته د دوی د وړتیا لوړونې په موخه درې ورځینی سیمینار، چې ددې ادارې د رییس ښاغلي الحاج مولوي محمد محسن هاشمي، مرستیالانو، سلاکارانو. . .

BACK TO NEWS