دښاریانو په پوهاوي کې دپلټنې ونډه

sao-af
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۴/۳۱ - ۹:۳۹
sao

په نړۍ کې دپلټنو عالي ادارې، د مسئوولینو له کړنو څخه ولس ته دځواب ویلو په برخه کې عمده او بنسټیزه ونډه تر سره کوي. او د ادارو مسئوولین مکلف ګڼي، تر څو ولس ته دخپلو کړنو په اړه ځواب ورکړي. چې له نېکه مرغه دافغانستان دپلټنې عالي اداره، دعامه ادارو کړنې او فعالیتونه څاري او پلټنه یې کوي او هغوي اړ ګڼي ترڅو ولس ته دخپلو کړنو څخه ځواب ورکړي. کله چې دعامه ادارو کړنې او فعالیتونه تر پلټنو لاندې نیول کیږي؛ دپایلو رپوټ یي دټولنیزو رسنیو له لارې خپریږي، چې د ولس په خبرولو او پوهاوي کې مهمه ونډه تر سره کړې ده.
په همدې توګه که چیرې ښاریان په عامه ادارو کې له کومې ستونزې سره مخ شي او یا کومه نیمګړتیا وویني ، کولی شي دشکایتونو دثبت فورم له لارې، او یا دشکایتونو صندوق چې دپلټنې په عالي اداره کې شتون لري خپل شکایت او ړاندیز ثبت کړي ، تر څو دپلټنې عالي اداره هغه وڅیړي او پلټنه یې وکړي او رپوټ یې دټولنیزو رسنیو له لارې د ولس دپوهاوي په موخه خپوراو شریک کړي .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۴:۱۸
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلټونکو او کارکونکو ته د پلټنې د بنسټونو او مهارتونو ښوونیز پروګرام جوړ شو

د پلټنې عالي ادارې پلټونکو او کارکونکو ته د پلټنې د بنسټونو او مهارتونو ښوونیز پروګرام د یوې ناستې په لړ کې، چې پکې د ځانګړې او عملکرد پلټنې عمومي رییس ښاغلي مولوي نورحیدر صدر، د مسلکي. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۴:۱۰
Background image

د عامه سکټور د تصدیق شوي پلټونکي ښوونیز پروګرام ازموینه واخیستل شوه

د پلټنې عالي ادارې د مسلکي وړتیا لوړونې ریاست له لوري د عامه سکټور تصدیق شوي پلټونکي (CPSA) تر عنوان لاندې د جوړ شوي ښوونیز پروګرام، چې د دې ادارې او نورو وزارتونو او امارتي ادارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۹ - ۱۵:۴۴
Background image

د پلټنې عالي ادارې ګمارل شوي پلاوي، اقتصاد وزارت کې دپلټنې پايغونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې ګمارل شوي پلاوي، د مسودې د پايلو  راپور په اړه چې پکې د دعوت او ارشاد رييس ښاغلي مولوي محمد عيسى راهب، د بنسټيزو پروژو، طبيعي سرچينو، اقتصاد او کرنې د پلټنې برخې رييس. . .

BACK TO NEWS