د خلکو لپاره د پلټنې راپور؛
د ښاروالیو د قوانینو او مقرراتو د پلې کولو د پلټنې راپور خپور شو.
۲۴. چنګاښ. ۱۴۰۰
د پلټنې عالي ادارې د قوانینو او مقرراتو د رعایت د پلټنې ریاست د ۱۳۹۹ مالي کال د پلټنې له پلان سره سم د یو شمیر ښاروالیو د ۱۳۹۸ مالي کال او تیرو مالي کلونو د فعالیتونو او کړنو پلټنه د لاندې مواردو په پام کې نیولو سره ترسره کړ.
- ایا تادیات په سمه توګه د لارښودونو او مقرراتو سره سم ثبت شوي که نه؟
- ایا تر پلټنې لاندې ښاروالیو کې د تړون لاسلیک، د تړون مدیریت، د تړونونو او د پیرودلو شرایطو لاندې تادیاتو کې د تدارکاتو د قانون احکام یا د تړونونو شرایط په پام کې نیول شوي که نه؟
- ایا کرایه، حق الاجاره، مالیه، اضافي تادیات او د نورو مواردو محاسبې او د ترلاسه کولو میتود، له نافذه قانون او مقرراتو سره سم اجرا شوي که نه؟
- ایا په ادارو کې پر عایداتو د مالیې په ورکړه کې د ځنډ له امله د جریمې د وضع کولو وضعیت له منل شویو مکلفیتونو سره مطابقت لري که نه؟
- ایا تر پلټنې لاندې ادارو کې د داخلي کنټرول سیسټم شته او دا سیسټم له قوانینو، مقرراتو او نورو مواردو سره سم اغیزمن دي که نه؟
- ایا د ادارو فعالیتونه، معاملې، پروسې، مدیریت او کړنې له نافذه قوانینو او مقرراتو سره سم ترسره شوې دي که نه او په دې برخه کې روڼتیا او حساب ورکونه شته؟
- په خپل وخت سره د پیسو د تصفیې لپاره د ښاروالیو د کړنو څړنګوالی.
- د تیرو کلونو د عوایدو او لګښتونو د باقیاتو راټولولو لپاره د ښاروالیو د کړنو څړنګوالې.
دا راپور د خلکو د عامه پوهاوي په موخه د پلټنې عالي ادارې په ویبپاڼه کې خپور شوی او د لاندې لینک له لارې د لاسرسي وړ دی.