د خلکو لپاره د پلټڼې راپور؛
د عامه ادراو د شتمنیو د ساتنې او مراقبت پالیسۍ د پلي کېدو او موثریت د پلټنې راپور
د پلټنې عالي ادارې په مالیه وزارت او نورو دولتي ادارو کې د شتمنیو د ساتنې او مراقبت د پالیسۍ د پلي کېدو او موثریت د څرنګوالي پلټنه د لاندې مواردو په پام کې نیولو سره ترسره کړې:
• د شتمنیو د ثبت د ملي سیستم د رامنځته کېدو، د شتمنیو د کټګورۍ او طبقه بندۍ او د هېواد په کچه د دولتي ادارو د شتمنیو د تفکیک ارزونه،
• تر پلټنې لاندې ادارو کې د ساتنې او مراقبت او عملیاتي چارو د لګښتونو د واقعي اټکل له څرنګوالي څخه ډاډ ترلاسه کول،
• د ساتنې او مراقبت او عملیاتي چارو له لګښتونو څخه د غوره پلان جوړونې، اجرا او څارنې په موخه د عامه مالي چارو د مدیریت له چوکاټ سره د ساتنې او مراقبت او عملیاتي چارو د لګښتونو له همغږي کېدو څخه ډاډ ترلاسه کول.
د عامه شتمنیو د ساتنې او مراقبت پالیسي تر ډېره د بودجې پر سم والي ټینګار کوي. د دغه پالیسۍ پلي کېدل د حکومت د کارکړنو د ښه والي لامل کېږي.
د یادې پلټنې راپور د خلکو د پوهاوي په موخه خپور شو، د ترلاسه کولو په موخه یې لاندې لېنک ته مراجعه وکړئ.