د ملګرو ملتونو سازمان د فساد پروړاندې دمبارزې کنوانسیون غړو هیوادونو په اتمه ناسته کې اداري فساد یوه لویه ننګونه وبلله

sao-af
چهارشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۷ - ۱۰:۲۲
SAO

دملګرو ملتونوسازمان دفساد پروړاندې دمبارزې کنوانسیون دغړو هیوادونو اتمه ناسته دپلټنې عالي ادارې مسلکي مرستیال فضل هادي فضل اودافغانستان سفیر په ګډون سره د۲۰۱۹زیږدیز کال ددسمبر له ۱۶څخه تر۲۰نيټې پورې دعربي متحده اماراتو کې دوام لري.

یو له هغو مهمو اوکلیدي خبرو چې پدې ناسته کې پرې بحث کیږي هغه داده چې؛ فساد د ټولو هیوادونو لپاره  یو چلنج ،ننګونه او یوه بنسټیزه اندیښنه اودټولو پرمختګونو پر وړاندې خنډ ده چې د هیوادونو داقتصادي ماتې اصلي عامل ګڼل کیږي.

ددې ناستې ټنګار پردې ده چې دفساد پروړاندې مبارزه کې باید یووالی او نړیوالې اجماع رامینځته شي .ترڅو ددې ناوړه پدیدې د له مینځه وړلو لپاره لارې چارې ولټوو او یوه څرګنده پایله لاسته راوړو او پروړاندې ودریږو.

دا پداسې حال کې ده چې دفساد پدیده د اسلامي، فرهنګي ارزښتونواو د هیواد داساسي قانون سره په ټکر کې ده. او د فساد پروړاندې مبارزه دټولو عامه بنسټونو یووالي، دمدني ټولنو او رسنیو همکاریو ته اړتیا لري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۱:۳۴
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل طبي علومو پوهنتون او علي اباد تدریسي روغتون کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د پوهنې، روغتیا او کلتور برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي صبیح الدین صدیقي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود،. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۰:۳۹
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ښار د پوهنې ریاست کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د پوهنې، روغتیا او کلتور برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي صبیح الدین صدیقي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود،. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۳ - ۱۵:۳۸
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ښاروالۍ په څوارلسمه ناحیه کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د ښاروالیو د پلټنې رییس ښاغلي مولوي محمد حسن موسی زي، او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د ذوالقعدې په ۳ نېټه د کابل ښاروالۍ د څوارلسمې. . .

BACK TO NEWS