د پلټنې عالي اداره کې د معلوماتي سیسټمونو څخه د ګټې اخیستنې زده کړییزه برنامه په لاره واچول شوه
20. زمری. 1400
د پلټنې عالي ادارې د معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د معلوماتي سیسټمونو زده کړییزه برنامه کې( د پذیرش د مدیریت سیسټم، د غونډو د تالارد مدیریت سیسټم او د سندونو د مدیریت سیسټم) په اړه د پلټنې عالي ادارې د اړونده برخو ټولو اجرائیه مدیرانو ته معلومات ورکړل شول.
د معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست کارکوونکو د داسې ښوونیزوپروګرامونو جوړول د فعالیتونو او کارونو د پیاوړتیا په لاره کې یو اغیزمن ګام په ګوته کړ او د داسې پروګرامونو پر دوام باندې ټینګار وکړ.
په دې پروګرام کې د معلوماتي ټکنالوجۍ کارکوونکو له خوا پرزنتیشن وړاندې شو او له یادو سیسټمونو څخه د ګټې اخیستنې د څرنګوالي په اړه د اړوندو برخو ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شول.
د یادونې وړ ده چې په تېره اونۍ کې کوم الکټرونیکي معلوماتي سیسټمونه چې د دې ریاست له خوا طرحه او ډیزاین شوي وه، په دې اداره کې پرانیستل شول.