د پلټنې عالي ادارو پلاوي؛ په لویه څارنوالۍ کې د پلټنې د همغږۍ او پایغونډه جوړه کړه
۱۴۰۱/۹/۸ ــ ۱۴۴۴/۵/۴
د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د بهرنیو مرستو د پلټنې رییس ښاغلي مولوي محمدغازي جریر، د حکومتولۍ او قانون حاکمیت د پلټنې رییس ښاغلي محمد نسیم سهار، د پلټنې پلاوي نورو غړو د لویې څارنوالۍ مالي او ادارې مرستیال ښاغلي مولوي شاه محمد شاهد او نورو مسولینو ګډون کړی و، جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې مسولینو، پلټنه په ادارو کې د ستونزو د له منځه وړولو او د پلټنې عالي ادارې د پلټونکو د اصلاحي وړاندیزو د وړاندې کولو له کبله وګڼله، او د لوېې څارنوالۍ له مسولینو یې په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
په پای کې د لویې څارنوالۍ مسولینو؛ د پلټنې له پروسې او په دې کاري موده کې د پلټونکو له کړي چلند خوښي څرګنده، او د پلټنې عالي اداره یې اصلاح کونکی او د ادارو د ستونزو، کمېو او نیمګړتیاوو د لرې لرې کولو لپاره اخیستونکی بنسټ وباله.