د پلټنې عالي ادارې د اطلاعاتو او عامه اړیکو او تدارکاتو امریتونو ته نوي امرین وپېژندل شو
۱۴۰۱/۹/۵
د پلټنې عالي ادارې د مشرتابه له پریکړې سره سم، د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت ته ښاغلی ذکریا(نیازی) وپېژندل شو، نوموړي د لیسانس تر کچې په اسلامي علومو کې زده کړې کړي دي، او له دې وړاندې یې د پلټنې عالي ادارې د پوهنې، روغتیا، کلتور د پلټنې ریاست کې د پلټونکي په توګه او د لوړو زده کړو وزارت د تخصیصاتو ریاست کې د علماوو او مجاهدینو د اسنادو د ارزونې په برخه کې د پلټنې عالي ادارې د استازي په توګه دندې ترسره کړي دي.
او د تدارکاتو امریت ته ښاغلی مفتي عزیزالرحمن حقاني، چې د اسلامي امارت په پخوانۍ دوره کې یې د روغتیا په برخه بیلابیلې دندې ترسره کړي، او په اوسنۍ دوره کې بیا د پلټنې عالي ادارې د اطلاعاتو او عامه اړیکو امر و وپېژندل شو.
دواړو امرین د پلټنې عالي ادارې د لوړپوړو چارواکو له لوري خپلو امریتونو ته وپیژندل شو، او ورته په خپلو چارو کې د بریالیتوب او خیر دعاوې وشوې.