د پلټنې عالي ادارې د اعتراضونو حل کمېټې، ناسته ترسره شوه
د پلټنې عالي ادراې د اعتراضونو حل کمېټې ناسته، د پلټنې عالي ادارې رییس الحاج مولوي محمد محسن هاشمي په مشرۍ او د پلټنې عالي ادارې د مالۍ او تقنیني اسنادو پلټنې چارو مرستیال ښاغلي الحاج مولوي عزت الله حقاني، د ادارې د مقام ستر مسلکي سلاکار ښاغلي فضل الله نظامي، رییسانو، امرینو او ځینو پلټونکو په ګډون، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د ربیع الاول په ۲۲ نېټه جوړه شوه.
ناسته د قرانکریم په سپیڅلو ایاتونو پیل شوه، ورپسې په اجنډا کې شامل موضوعات د راپورنو د تحلیل رییس او کمېټې سکرتر ښاغلي خلیل الله حکيمي له لوري ولوستل شو، چې له خبرو اترو وروسته یې په اړه د کمېټې رییس او غړو اړینې پرېکړې وکړې.