د پلټنې عالي ادارې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سره د پلټنې د موندنو او سپارښتنو د تطبیق په اړه غونډه ترسره کړه

samema.sadat
شنبه ۱۴۰۰/۳/۱ - ۱۱:۱۰
sao

د پلټنې عالي ادارې، د پلټنې د موندنو اوسپارښتنو د تطبیق په اړه له وزارتونو او ادارو سره د پرله پسې ناستو او غونډو په ترڅ کې نن د۱۴۰۰لمریز کال دغبرګولي میاشتې په لومړۍ نیټه، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له معین اود کورنۍ پلټنې له رئیس سره غونډه ترسره کړه .

په پیل کې ښاغلی هارون یاری، د پلټنې عالي ادارې د قوانینو او مقررو په پام کې نیولو (رعایت) پلټنې ریاست رئیس د پلټنې د موندنو د تطبیق او د پنجمارکونو ( ټاکل شویو معیارونو) د ارزښت په اړه خبرې وکړې. ورپسې عبدالمحمد تره کي، د پلټنې د موندنو د تعقیبولو او راپور ورکولو ریاست رئیس د موندنو اوسپارښتنو د تطبیق او دتحقق څرنګوالي او د پلټنې عالي ادارې د موندنو د تطبیق دسلنې په اړه یې هر اړخیز معلومات وړاندې کړل، او د ادارو د درې کلنوموندنو لنډ راپوریې هغوی ته وړاندې او همدارنګه دپلټنې دموندنو پروړاندې د پلټنې لاندې مراجعو د قانوني مکلفیتونو په اړه هم څرګندونې وکړې.

دغونډې په لړ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزرات، مسئوولینو د پلټنې د موندنو د تطبیق په لاره کې شته ننګونو اوستونزو ته اشاره وکړه چې د پلټنې عالي ادارې مسئوولینو له لوري ورته لارښوونې وشوې او د حل لارې چارې ورته ولټولې.

sao

په پای کې دیاد وزرات مسئوولینو ژمنې وکړې تر څو د پلټنې د موندنو اوسپارښتنو د تطبیق په برخه کې به خپل مکلفیتونه ترسره او په دې اړه به له خپلو کړنو څخه دپلټنې عالي ادارې ته ډاډ ورکړي .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۴:۱۸
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلټونکو او کارکونکو ته د پلټنې د بنسټونو او مهارتونو ښوونیز پروګرام جوړ شو

د پلټنې عالي ادارې پلټونکو او کارکونکو ته د پلټنې د بنسټونو او مهارتونو ښوونیز پروګرام د یوې ناستې په لړ کې، چې پکې د ځانګړې او عملکرد پلټنې عمومي رییس ښاغلي مولوي نورحیدر صدر، د مسلکي. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۴:۱۰
Background image

د عامه سکټور د تصدیق شوي پلټونکي ښوونیز پروګرام ازموینه واخیستل شوه

د پلټنې عالي ادارې د مسلکي وړتیا لوړونې ریاست له لوري د عامه سکټور تصدیق شوي پلټونکي (CPSA) تر عنوان لاندې د جوړ شوي ښوونیز پروګرام، چې د دې ادارې او نورو وزارتونو او امارتي ادارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۹ - ۱۵:۴۴
Background image

د پلټنې عالي ادارې ګمارل شوي پلاوي، اقتصاد وزارت کې دپلټنې پايغونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې ګمارل شوي پلاوي، د مسودې د پايلو  راپور په اړه چې پکې د دعوت او ارشاد رييس ښاغلي مولوي محمد عيسى راهب، د بنسټيزو پروژو، طبيعي سرچينو، اقتصاد او کرنې د پلټنې برخې رييس. . .

BACK TO NEWS