د پلټنې عالي ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ او عامه پروژو د پلټنې رییسان معرفي شول

samema.sadat
یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۷ - ۱۰:۹
sao

۲۷. چنګاښ. ۱۴۰۰

ښاغلی شیرزاد زاهد د پلټنې عالي ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ او ښاغلی د ېپلوم انجینر نویداحمد عزام د عامه پروژو د پلټنې د رییس په توګه د آزادې سیالۍ په پروسه کې تر بریالیتوب وروسته معرفي او کار یې پیل کړ.

په دغه مراسمو کې چې مالي او اداري مرستیال ښاغلي نجیب الرحمان رحماني، د کړنو او معلوماتي ټکنالوژۍ د پلټنې مرستیال ښاغلي سید بلال هاشمي او رییسانو ګډون درلود، د پلټنې عالي ادارې مرستیالانو د مبارکۍ ویلو ترڅنګ ښاغلی زاهد او ښاغلی عزام صادق، ژمن او مجرب کاردونه یاد کړل، زیاته یې کړه چې نوموړو په بېلابېلو دولتي او غیردولتي ادارو کې مهمې دندې ترسره کړې دي او د پلټنې عالي ادارې د موخو د تحقق په موخه یې ګومارنه نېک ګام دی.

sao

د یادونې ده چې ښاغلی زاهد د (MBA) په برخه کې د ماسټرۍ سند لري او تر دې وړاندې یې د ملګرو ملتونو په انکشافي پروګرام (UNDP) کې د معلوماتي ټکنالوژۍ او ډېټابېس د سلاکار په توګه دنده ترسره کړې او ښاغلی نوید احمد عزام د (MBA) په برخه کې د ماسټرۍ سند لري او تر دې وړاندې یې د ښار جوړونې وزارت او اوسپنې پټلۍ په اداره کې دندې ترسره کړې دي.sao

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۴:۱۸
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلټونکو او کارکونکو ته د پلټنې د بنسټونو او مهارتونو ښوونیز پروګرام جوړ شو

د پلټنې عالي ادارې پلټونکو او کارکونکو ته د پلټنې د بنسټونو او مهارتونو ښوونیز پروګرام د یوې ناستې په لړ کې، چې پکې د ځانګړې او عملکرد پلټنې عمومي رییس ښاغلي مولوي نورحیدر صدر، د مسلکي. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۴:۱۰
Background image

د عامه سکټور د تصدیق شوي پلټونکي ښوونیز پروګرام ازموینه واخیستل شوه

د پلټنې عالي ادارې د مسلکي وړتیا لوړونې ریاست له لوري د عامه سکټور تصدیق شوي پلټونکي (CPSA) تر عنوان لاندې د جوړ شوي ښوونیز پروګرام، چې د دې ادارې او نورو وزارتونو او امارتي ادارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۹ - ۱۵:۴۴
Background image

د پلټنې عالي ادارې ګمارل شوي پلاوي، اقتصاد وزارت کې دپلټنې پايغونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې ګمارل شوي پلاوي، د مسودې د پايلو  راپور په اړه چې پکې د دعوت او ارشاد رييس ښاغلي مولوي محمد عيسى راهب، د بنسټيزو پروژو، طبيعي سرچينو، اقتصاد او کرنې د پلټنې برخې رييس. . .

BACK TO NEWS