د پلټنې عالي ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ او عامه پروژو د پلټنې رییسان معرفي شول
۲۷. چنګاښ. ۱۴۰۰
ښاغلی شیرزاد زاهد د پلټنې عالي ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ او ښاغلی د ېپلوم انجینر نویداحمد عزام د عامه پروژو د پلټنې د رییس په توګه د آزادې سیالۍ په پروسه کې تر بریالیتوب وروسته معرفي او کار یې پیل کړ.
په دغه مراسمو کې چې مالي او اداري مرستیال ښاغلي نجیب الرحمان رحماني، د کړنو او معلوماتي ټکنالوژۍ د پلټنې مرستیال ښاغلي سید بلال هاشمي او رییسانو ګډون درلود، د پلټنې عالي ادارې مرستیالانو د مبارکۍ ویلو ترڅنګ ښاغلی زاهد او ښاغلی عزام صادق، ژمن او مجرب کاردونه یاد کړل، زیاته یې کړه چې نوموړو په بېلابېلو دولتي او غیردولتي ادارو کې مهمې دندې ترسره کړې دي او د پلټنې عالي ادارې د موخو د تحقق په موخه یې ګومارنه نېک ګام دی.
د یادونې ده چې ښاغلی زاهد د (MBA) په برخه کې د ماسټرۍ سند لري او تر دې وړاندې یې د ملګرو ملتونو په انکشافي پروګرام (UNDP) کې د معلوماتي ټکنالوژۍ او ډېټابېس د سلاکار په توګه دنده ترسره کړې او ښاغلی نوید احمد عزام د (MBA) په برخه کې د ماسټرۍ سند لري او تر دې وړاندې یې د ښار جوړونې وزارت او اوسپنې پټلۍ په اداره کې دندې ترسره کړې دي.