د پلټنې عالي ادارې د ملي دفاع، د کورنیو چارو او د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارتونو سره د پلټنې د موندنو د تطبیق په اړه غونډه ترسره کړه
د پلټنې عالي ادارې د۱۴۰۰لمریز کال د غویي د میاشتې په ۳۰ نیټه، د ملي دفاع، د کورنیو چارو او د اطلاعاتواو فرهنګ وزارتونو له معینانو او د کورنۍ پلټنې له رئیسانو سره د پلټنې د موندنو د تطبیق او پلې کیدوپه اړه غونډه جوړه کړه .
په پیل کې ښاغلي سید بلال هاشمي، د پلټنې عالي ادارې د کړنو او معلوماتي ټکنالوجۍ د پلټنې په چارو کې مرستیال او ښاغلی هارون یاری، د پلټنې عالي ادارې د قوانینو او مقررو په پام کې نیولو (رعایت) پلټنې ریاست عمومي رئیس د پلټنې د موندنو د تطبیق او د بنجمارکونو(ټاکل شویومعیارونو) د ارزښت په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې. ورپسې عبدالمحمد تره کي، د پلټنې د موندنو د تعقیبولو او راپور ورکولو ریاست رئیس د موندنو د تطبیق او تحقق د څرنګوالي او د پلټنې عالي ادارې د موندنو د تطبیق د سلنې په اړه یې بشپړمعلومات ورکړل ، او هغوي ته یې د پلټنې د درې کلنو موندنو راپور وړاندې کړ.
دغونډې په لړ کې ښاغلو معینانو، د کورنۍ پلټنې رئیسانو او مالي او اداري رئیسانو، د پلټنې د تطبیق په لاره کې شته ننګونو اوستونزو ته اشاره وکړه چې د پلټنې عالي ادارې مسئوولینو له لوري ورته لارښوونې وشوې او د حل لارې چارې ورته ولټولې.
په پای کې یادو وزارتونو ژمنې وکړې تر څو د پلټنې د موندنو د تطبیق په برخه کې به خپلو ټولو هلې ځلو ته دوام ورکړي اوهمکاري به وکړي.