د پلټنې عالي ادارې د نظارت پلاوي؛ د ننګرهار ولایت د ټولګټو ریاست مرستیال سره ولیدل
د پلټنې عالي ادارې د نظارت پلاوي؛ چې مشري یې د دې ادارې د دفتر رییس ښاغلي مفتي قدرت الله همت کوله او ورسره د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د بنسټیزو پروژو، طبعي سرچینو، اقتصاد او کرنې برخې پلټنې امر ښاغلي ضیاالدین احمدي او د پلټنې ټاکل شوې ډلې غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د جمادي الاول په ۹ نېټه د ننګرهار ولایت د ټولګټو ریاست مرستیال ښاغلي الحاج فضل الربي او نورو مسوولینو سره ولیدل.
ناسته کې د پلټنې عالي ادارې د دفتر رییس د پلټنې عالي ادارې په مسوولیتونو، واکونو او د دې ادارې په کاري بهیرګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل.
د ټولګټو ریاست مسوولینو پلاوي ته ښه راغلاست ووایه، او د پلټنې عالي ادارې له پلټونکو یې مننه وکړه، چې کاري ستونزې او نیمګړتیاوې یې ور په ګوته کوي او د حل لپاره یې سپارښتنې وړاندې کوي، نوموړي د پلټنې ډلې غړو سره د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.