د پلټنې عالي ادارې رييس په اسلام اباد کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت پلټنې ډلې سره له راستنيدو وروسته وليدل
د پلټنې عالي ادارې د (۱۸) شمېرې او ۱۴۴۵/۴/۲۴ نېټې وړاندیز او د اسلامي امارت د ریاست الوزرا د (۲۳۰۷) شمېرې او ۱۴۴۵/۳۵/۴ نېټې حکم پر بنسټ د پلټنې عالي ادارې پلاوي په اسلام اباد کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت او پېښور کې د قونسلګرۍ پلټلو په پار سفر وکړ، چې د ۱۴۴۵ هـ ق کال د شعبان المعظم په ۲۴ نېټه یې له راستنېدو سره سم د پلټنې عالي ادارې له عالیقدر رییس سره ولیدل.
ناسته کې د پلټنې عالي ادارې پلاوي په اسلام اباد کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت د پلټنې د راپور پایلې ددې ادارې له درانه مقام سره شریکې کړې.
د پلټنې عالي ادارې رییس ښاغلي مولوي محمد محسن هاشمي د پلټنې د راپور پایلو له اورېدو وروسته په پاکستان کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت له عوایدو، لګښتونو او د عامه شتمنیو له پر ځای مصرفولو څخه د ډاډ ترلاسه کولو په موخه د ټاکل شوي پلاوي هلې ځلې وستایلې او په سپارل شویو چارو کې یې ورته د بریالیتوب دعا وکړه.