د پلټنې عالي ادارې رییس پاکستان کې د افغانستان سفارت پلټونکي پلاوي سره ولیدل

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲ - ۱۰:۱۹
dgsg

د پلټنې عالي ادارې رییس ښاغلي مولوي محمد محسن هاشمي د ۱۴۴۵ هـ ق کال د رجب المرجب په ۲۶ نېټه په پاکستان کې د افغانستان سفارت د پلټنې لپاره له ټاکل شوي پلاوي سره ولیدل.
لیدنه کې د پلټنې عالي ادارې رییس له ټاکل شوي پلاوي وغوښتل، چې د پلټنې په لړ کې دې له دقت، صداقت او اخلاص څخه کار واخلي او خپل مسوولیتونه دې د افغانستان اسلامي امارت د قوانینو، مقرراتو او د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله د فرمانونو، امرونو او دستورونو سره سم ترسره کړي. وروسته د پلټنې ټاکل شوي پلاوي پر دوی د پلټنې عالي ادارې د رهبرۍ له لورې د کړي ډاډ مننه وکړه او په اسلام اباد کې یې د افغانستان اسلامي امارت د سیاسي استازولۍ له دقیقي پلټنې ډاډ ورکړ.
د یادولو ده، چې د پلټنې عالي ادارې ټاکل شوی پلاوی به په پاکستان کې د افغانستان سفارت د عوایدو، لګښتونو او نورو فعالیتونو له دقیقې څېړنې وروسته راپور برابر او له ادارې سره به یې شریک کړي، چې پایلې به یې د اسلامي امارت لوړو مسوولینو ته واستول شي. 

fgdfgd

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۱:۳۴
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل طبي علومو پوهنتون او علي اباد تدریسي روغتون کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د پوهنې، روغتیا او کلتور برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي صبیح الدین صدیقي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود،. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۰:۳۹
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ښار د پوهنې ریاست کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د پوهنې، روغتیا او کلتور برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي صبیح الدین صدیقي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود،. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۳ - ۱۵:۳۸
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ښاروالۍ په څوارلسمه ناحیه کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د ښاروالیو د پلټنې رییس ښاغلي مولوي محمد حسن موسی زي، او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د ذوالقعدې په ۳ نېټه د کابل ښاروالۍ د څوارلسمې. . .

BACK TO NEWS