د پلټنې عالي ادارې عمومي رئیس له خوا دبهرنیو مرستو دپلټنې ریاست اود بشري سرچینو ریاست رئیسان معرفی کړل

sao-af
شنبه ۱۳۹۹/۲/۲۷ - ۱۹:۳۷
sao

د۱۳۹۹ لمریزکال دغویی په ۲۷ نیټه  ، محمد نعیم حقمل  دپلټنې عالي ادارې عمومی رئیس  د یوې ناستې په ترڅ کې چې د دې ادارې مشرتابه پلاوی هم ګډون درلود ؛ میلاد اکبری او محمد ریاض منگل  چې دافغانستان اسلامي جمهوري ریاست  د حکمونو په اساس  پدې اداره کې  دبهرنیو مرستو دپلټنې ریاست رئیس او دبشري سرچینو ریاست رئیس په توګه ګمارل شوي وه ، معرفی کړل.
په پیل کې  دپلټنې عالي ادارې رئیس د ادارې د ورستیو لاسته راوړنو ،او همدارنګه د ادارې دقانون طی مراحل  چې په ورستیو کې دجمهوري ریاست عالي مقام  دتقنیني فرمان پر بنسټ  توشیح او نافذ شو؛  دپلټنې دمسلکي زده کړو دمرکز پرانیسته ، اود جمهوري ریاست عالي مقام له لوري ددې ادارې د۱۳۹۹کال دتشکیل منظوري  څخه یادونه وکړه او وویل : " دادارې دنوي قانون په تصویب سره ، به ډیر ژر دپلټنې د کادر مقرره چې مخکې لومړنۍ مسوده  ترتیب شوې ده او د ادارې اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسون له لوري عدلې وزارت ته  د تدقیق اوطی مراحلو په موخه  استول شوې ده  دهغه وزرات له خوا طی مراحل  کیږي."
دپلټنې عالي ادارې عمومي رئیس  دمخکینو رئیسانو کارونه په ځانګړې توګه دبشري سرچینو درئيس کارونه او هڅې وستایلې او مننه یې ترې وکړه ، اودنوي رئیسانو ګمارنه یې  دتجربې او تخصص پر بنسټ وبلله او له دوي څخه یې وغوښتل تر څو په کاري چاروکې دسمون په موخه خپلې هڅې وکړي.
پدې لړ کې فضل هادی فضل  د ادارې مسلکي مرستیال وویل : " په دواړو نوي ګمارل شویو رئیسانو  کې د شایستګۍ ، رښتنوالي او دکافي تجربې مهم اصول لیدل کیږي؛ او ددوي له وړتیا تجربو څخه به  دادارې دموخو دتحقق لپاره اغیزمنې ګټې واخلو."
همدارنګه مجیب الرحمن شیرزاد،  دادارې مالي او اداري مرستیال ،  دبشري سرچینو دمخکیني رئیس کړنې، هڅې او رښتینوالی وستایلې  اونوي رئیس ته یې مبارکي وویله نوموړي  د ادارې ورستۍ لاسته راوړنې د ادارې دمشرتابه اوټولو همکارانو نه ستړیکدونکې هڅې په ګوته کړې؛ او وویل:  دبشري سرچینو ، بودجې، کاري سیمې او په نورو برخو کې  چې  دنړیوالو معیارونو سره سم  دادارې په نوي قانون کې وړاندوینه شوې  دپلټنې عالي ادارې دخپلواکۍ ښکارندوي ده . دیادونې وړه ده چې  مخکې له دې ښاغلی میلاد اکبري  دقطعیه حساب دپلټنې تخنیکي سلاکار اود وړتیاد لوړوالی دمسلکي زده کړئیزو برنامو ښوونکي په توګه  او ښاغلي محمد ریاض منګل  دمالي او اداري معاونیت  سلا کار په توګه پدې اداره کې دنده تر سره کوله.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۴:۱۸
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلټونکو او کارکونکو ته د پلټنې د بنسټونو او مهارتونو ښوونیز پروګرام جوړ شو

د پلټنې عالي ادارې پلټونکو او کارکونکو ته د پلټنې د بنسټونو او مهارتونو ښوونیز پروګرام د یوې ناستې په لړ کې، چې پکې د ځانګړې او عملکرد پلټنې عمومي رییس ښاغلي مولوي نورحیدر صدر، د مسلکي. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۴:۱۰
Background image

د عامه سکټور د تصدیق شوي پلټونکي ښوونیز پروګرام ازموینه واخیستل شوه

د پلټنې عالي ادارې د مسلکي وړتیا لوړونې ریاست له لوري د عامه سکټور تصدیق شوي پلټونکي (CPSA) تر عنوان لاندې د جوړ شوي ښوونیز پروګرام، چې د دې ادارې او نورو وزارتونو او امارتي ادارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۹ - ۱۵:۴۴
Background image

د پلټنې عالي ادارې ګمارل شوي پلاوي، اقتصاد وزارت کې دپلټنې پايغونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې ګمارل شوي پلاوي، د مسودې د پايلو  راپور په اړه چې پکې د دعوت او ارشاد رييس ښاغلي مولوي محمد عيسى راهب، د بنسټيزو پروژو، طبيعي سرچينو، اقتصاد او کرنې د پلټنې برخې رييس. . .

BACK TO NEWS