د پلټنې عالي ادارې له لوري د عامې روغتیا په وزارت کې د پلټنې پرانیسته غونډه جوړه شوه
دپلټنې عالي ادارو د نړیوالو معیارونو(ISSAIS) ته په کتو، د۱۴۰۰ لمریز کال د چنګاښ د میاشتې په څلورمه نیټه، د عامې روغتیا وزارت وزیر ښاغلی وحید مجروح، دیاد وزارت مالي معین آغلې وژمه سالمي، او دپلټنې عالي ادارې د پوهنې، روغتیا او فرهنګ سکټور دپلټنې ریاست رئیس ښاغلی عبدالاحد قیومي، په ګډون دعامې روغتیا په وزارت کې د قوانینو او مقررو د رعایت پلټنې دتر سره کیدو دڅرنګوالي دپیژندګلوي او پیلیدو غونډه تر سره شوه.
لومړی ښاغلي قیومي د پلټنې عالي ادارې د موخو، واکونو او مسئوولیتونو او د هیواد د نافذه قوانینو له مخې دپلټنو لاندې مرجع د مکلفیتونو په اړه یې لازمې څرګندونې وکړې او د پلټنو لاندې ادارې څخه د پلټنې د ترسره کیدو په لړ کې د همکاریو غوښتونکی شو. ورپسې ښاغلی مجروح د پلټنې دترسره کیدو پرمهال د پلټنې مؤظف هیئت ته د اړتیا وړ سندونو او معلوماتو د وړاندې کولو ډاډ ورکړ، او د هرډول همکاریو ژمنه یې وکړه.