د پلټنې عالي ادارې له لوري د لوړو زده کړو په وزارت کې د پلټنې د پای ته رسیدلو غونډه تر سره شوه

samema.sadat
چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۵ - ۳:۳۵
sao

دپلټنې عالي ادارو د نړیوالو معیارونو (ISSAIS) له مخې، د ۱۴۰۰لمریز کال د وري د میاشتې په دریمه نیټه، د لوړو زده کړو په وزارت کې د پلټنې ګمارل شوي پلاوي له لورِ دپلټنې دپروسې دپای ته رسیدلو غونډه، د هیواد د لوړو زده کړو وزارت وزیر ښاغلی داکټر عباس بصیر، دیاد وزارت مالي او اداري معین ښاغلی نور احمد درویش، او د پلټنې عالي ادارې د پوهنې، روغتیا او فرهنګ سکټور د پلټنې ریاست رئیس ښاغلی عبدالاحد قیومی، په حضورداشت سره تر سره شوه.

د غونډې په پیل کې ښاغلی قیومي د لوړو زده کړو وزارت کې د پلټنې د ترسره کیدلو او بشپړیدلو په پروسه کې له همکاریو څخه مننه وکړه اوهمدارنګه پدې لړ کې د مسودې پر موندنو باندې څرګندونې او خبرې اترې وکړې. ورپسې د هیواد د لوړو زده کړو وزیر دپلټنې عالي ادارې د پلټونکو له لوري د پلټنو د ترسره کولو له څرنګوالي څخه مننه وکړه او ژمنه یې څرګنده کړه تر څو د پلټنې عالي ادارې د پلټنې په راپورکې ټولې راغلې سپارښتنې پلې او تطبیق کړي .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۹ - ۱۵:۴۴
Background image

د پلټنې عالي ادارې ګمارل شوي پلاوي، اقتصاد وزارت کې دپلټنې پايغونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې ګمارل شوي پلاوي، د مسودې د پايلو  راپور په اړه چې پکې د دعوت او ارشاد رييس ښاغلي مولوي محمد عيسى راهب، د بنسټيزو پروژو، طبيعي سرچينو، اقتصاد او کرنې د پلټنې برخې رييس. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۰ - ۱۰:۲۹
Background image

پلټنې عالي اداره کې د قرانکریم د ژباړې د ختم پروګرام پای ته ورسید 

د افغانستان اسلامي امارت د عالیقدر امیر المومنین حفظه الله او ریاست الوزرا د پریکړې پر بنسټ او د دعوت ارشاد عمومي ریاست له لارښوونو سره سم او د پلټنې عالي ادارې د دعوت او ارشاد رییس. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۲:۲۳
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلټونکو او کارکونکو ته جوړ شوی درې ورځینی سيمینار پای ته ورسید

د پلټنې عالي ادارې له لورې ددې ادارې پلټونکو او کارکونکو ته د دوی د وړتیا لوړونې په موخه درې ورځینی سیمینار، چې ددې ادارې د رییس ښاغلي الحاج مولوي محمد محسن هاشمي، مرستیالانو، سلاکارانو. . .

BACK TO NEWS