د پلټنې عالي ادارې مشرتابه؛ د رهبرۍ ناسته ترسره کړه
د پلټنې عالي ادارې د نوي سرپرست رییس ښاغلي مولوي محمد محسن هاشمي په مشرۍ، ددې ادارې د مسوولینو تر منځ د ۱۴۴۴ هـ ق کال د ذوالحجې په ۲۷ د رهبرۍ ناسته ترسره شوه، او د ادارې اړوند ځینو مهمو مسایلو په اړه پکې پریکړې ترسره شوې.
ښاغلي مولوي محمد محسن هاشمي د اسلامي امارت حاکمیت د خدای تعالی نصرت وباله، او د اسلامي نظام کارکونکو لپاره یې اسلامي اخلاق، نبوي سیرت، اداري فساد او تعصب سره مبارزه، ولس ته خدمت ، همکارانو سره مرسته او د ځان اصلاح مهم لومړیتوبونه یاد کړل او زیاته یې کړه: د اسلامي امارت هر کارکونکی باید په پاک نیت او د اسلامي نظام د قایمولو لپاره د زړه له تله کار وکړي.
د یادولو ده، چې د پلټنې عالي ادارې د مشرتابه تر منځ هره میاشت د مهمو مسایلو په اړه د رهبرۍ ناسته ترسره کیږي او پکې د مهمو مسایلو په اړه پریکړې کیږي.