د پلټنې عالي ادارې مشرتابه د نیالګیو کرلو دود عامولو په موخه، ددې ادارې په انګړ کې نیالګی کېناوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۹ - ۱۱:۵۸
fr6

چاپیریال ته د پام او د ونو کېنولو دود د عامولو لپاره د پلټنې عالي ادارې د مالي چارو او تقنیني اسنادو د رعایت پلټنې مرستیال (د پلټنې عالي ادارې سرپرست) ښاغلي مولوي عزت الله حقاني، چې د دې ادارې یو شمېر رییسان او کارکوونکي هم ورسره و، د ۱۴۴۴ هـ ق کال د شعبان په ۶ نېټه د پلټنې عالي ادارې په انګړ کې نیالګي کېنول او د چاپېريال د ښېرازۍ او د هوا له ککړتیا د مخنيوي په موخه يې د ادارې له ټولو کارکوونکو يې وغوښتل چې نیالګي وکري.
د نیالګیو کرل او د دغه کلتور ژوندي ساتل په ريښتيني مانا پر چاپېریال پانګونه کول دي، داسې پانګونه چې هېڅ وخت زیان نه کوي؛ نو د خپل ګران هېواد د راتلونکي لپاره نیالګي کېنوئ. 

436t65

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۱۴:۵۴
Background image

د پلټنې عالي ادارې له کیفیته د ډاډ کمېټې ناسته ترسره کړه

د پلټنې عالي ادارې له کیفیته د ډاډ کمېټې په ادارو کې د پلټنې بهیر د کیفیت لوړولو په پار ناسته ترسره کړه، چې مشري یې د پلټنې عالي ادارې رییس ښاغلي الحاج مولوي محمد محسن هاشمي کوله او پکې. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۹:۴۶
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د روغتیایي قوانینو له عملي کېدو د څار ریاست کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د امنیتي، دفاعي او ټولنیز خوندیتوب برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي محمد غازي جریر، د پوهنې، روغتیا او کلتور د پلټنې ریاست کفیل ښاغلي مولوي صبیح الدین. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۹:۳۶
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د معلولینو او معیوبینو بیارغونې روغتون کې د پلټنې پای غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د امنیتي، دفاعي او ټولنیز خوندیتوب برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي محمدغازي جریر، د پوهنې، روغتیا او کلتور برخې د پلټنې ریاست کفیل ښاغلي مولوي صبیح الدین. . .

BACK TO NEWS