د پلټنې عالي ادارې نظارت پلاوي، خوست ولايت کې تر پلټنې لاندې ادارو څارنه وکړه.
د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چې پکې د پلټنې عالي ادارې د کورنۍ پلټنې او له کيفيته د ډاډ رياست رييس ښاغلي مولوي عبدالهادي امين، د پوهنې، روغتيا او کلتور د برخې پلټنې امر ښاغلي محمد وسيم احمدي، د خدمتونو امر ښاغلي مولوي محمد سليم صديقي، د اطلاعاتو او اړيکو امريت د نشراتو برخې مدير ښاغلي صديق الله طوطاخيل او پلټونکو ډلې ګډون درلود د ١٤٤٥ هـ ق کال د ربيع الاول د مياشتې په ٢٢ نېټه د خوست ولايت د پوهنې رياست رييس ښاغلي مولوي محمد انور دين پرور، د کليو پراختيا او بيا رغونې رييس ښاغلي عنايت الرحمن، د ښاروالۍ رييس قاري بسم الله بلال
او د ولايتي ادارو مسوولينو سره د بېلا ـ بېلو ناستو په ترڅ کې وليدل.
د پلټنې عالي ادارې پلاوي، د خوست ولايت مسوولينو ته لومړى د پلټنې عالي ادارې په چارو رڼا واچوله د پلټنې موخې يې په ادارو کې د چارو سمون راوستل وبلل.
د پلټنې عالي ادارې موخې يې د يوه پرمختللي، مترقي، واکمن او ځواکمن هېواد په لوري ګامونه اخيستل وګڼل.
او همدا رنګه پلاوى خوست ولايت کې د شويو پرمتخګونو څخه خوښي څرګنده کړه او لا يې د پرمختګ هيله ورته وکړه.
پلاوي ته د خوست ولايت مسوولينو د ښه راغلاست ترڅنګ يې خورا د خوښۍ اظهار وکړ همدا رنګه ډاډ يې ورکړ د پلټني عالي ادارې سپارښتونو ته چمتو دي او له پلټونکو سره يې د همکارۍ ژمنه وکړه.